د روزګان په چهارچينو ولسوالۍ کي د وسله والو طالبانو سره تر جګړې وروسته شل تنه سيمه ايز پوليس لادرکه سوي او نور پوليس يي په لټه کي دي .
د چهارچينو ولسوال محمد اسمعيل وايي چې ياد پوليس تېره شپه وروسته له هغه لادرکه سوه کله چي وسله والو طالبانو د يادي ولسوالۍ د سرچيني په سيمه کې د محلي پوليسو پر امنتي پوستو بريد وکړه .
د ولسوال په وينا ، څرګنده نه ده چي ياد پوليس به وسله والو طالبانو بېولي وي او که به بل چيري وي ، په وينا يې چې سيمي ته نور پوليس رسيدلي دي او دا مهال يي پلټني پيل کړي دي .
د روزګان د امنيه قوماندانۍ وياند فريد عايل هم د پيښي پخلی کوي خو د لادرکه پوليسو شمير ۱۳ تنه ښيي .
عايل ياده سيمه سرخولي يادوي او هلته د سيمه ايزو پوليسو او وسله والو طالبانو تر منځ يوه ورځنۍ نښته مني .
عايل وايې دا کره نه ده چې يآد پوليس به بريدګرو طالبانو بېولي وي او که به بل ځای وي ، په وينا يي چې د لادرکه پوليسو له ډلې دوه تنه موندل سوي دي .
بلخوا وسله وال طالبان وايې چې د چهارچينو لسوالۍ د سرچيني په سيمه کې يې د محلي پوليسو څلور امنتي پوستي نيولي دي او مهمات او وسلې يي هم ترې تر لاسه کړي دي خو د لادرکه پوليسو په اړه يې څه نه دي ويلي .