د هيواد د كركټ تكړه لوبغاړي حميد حسن چي كندهار ته راغلى د زيات شمير ځوانانو او د اطلاعاتو او کلتور رياست د ادارې له لوري يې د يوه پروګرام پر مهال تود هركلى وسو او هغه يي د هيواد لپاره يو وياړ وبلى .
نوموړى د كندهار د كركټ د بيلابيلو برخو څخه د ليدني ترڅنګ دده په وياړ په جوړه سوى غونډه كي هم برخه واخيسته .
غونډه چي د اطلاعاتو او کلتور رياست له لوري جوړه سوي پرمهال يي ويناوالو حميد حسن او دده په څير نور اتلان د هيواد لپاره وياړ وبلل او د ټولو افغانانو څخه يي غوښتنه وكړه چي د خپلو وياړولو تر شاه دي ودريږي او همايه دي كړي .
په غونډه كي د كندهار د اطلاعاتو او کلتور ريس دواخان مينه پال د حميد حسن اتلولي وستايل او هليه وښوده چي هيواد د ادارمي ترڅنګ به د نوموړو اتلانو ترڅنګ نور ځوانان هم هيواد ته زياتي برياوي راوړي .
په غونډه كي نورو ويناوالو هم خبري وكړي او د حميد حسن سره يي خپلي كندهاري مينه شريكه كړه .
د هيواد د كركټ تكړه لوبغاړي حميد حسن د خپلو خبرو پرمهال زياته كړه چي دى او ملګرې يي په دي هڅه كي دي څو د افغانستان نوم اوچت وساتي ، هغه د كندهار د چارواكو او د كركټ بورډ له مسولينو غوښتنه وكړه چي كندهار ته دي د كركټ په برخه كي پاملرنه زياته كړي .
هغه خوښي وښوده چي په كندهار كي يي زياته مينه وال سته .
د غونډي په وروستيو كي د كندهار د اطلاعاتو او کلتور رياست ، ملي سوداګرو ، د كندهار د عصري زده كړو مركز او زياتو ځوانانو حميد حسن ته كندهاري غاړې ، ستاينليكونه ، ګلونه او بيلابيلي تحفي وركړي .
د يادوني وړه ده چي په تيرو څو مياشتو كي د كندهار د اطلاعاتو او کلتور رياست اداره خورا فعاله ده او په تيره اوني كي يي هم ددو كندهاريو ځوانانو چي په نړيوالو سياليو كي يي د سروزرو او برنزو مډالونه راوړي هم وستايل .
په كندهار كي د كرټ لوبغاړي د ميدانونو د نه شتون او د مسلكي روزونكو د نه درلودلو سره مخ دي او د كندهار له دولتي اداري څخه هم ګيله كوي چي د كركت په برخه كي ورته پاملرنه نه كوي .
د هيواد د كركټ په ملي لوبډله كي دامهال د كندهار دوه لوبغاړي او د ۱۹ ځوانانو په لوبډله كي دكندهار يو لوبغاړي لوبيږي .