د هلمند ولايت د مارجي ولسوالۍ څارنوال په بمي چاودني کې ووژل سو.
د هلمند ولايت امنيتي مسولين وايي چي د مارجي ولسوالۍ څارنوال ددي ولسوالۍ د تريخ ناور په سيمه کي پر ښخ سوي ماين ور برابر سوى او وژل سوى دى.
د والي وياند عمر ځواک وايي چي نوموړى څارنوال لعل محمد د خپل کور څخه شاوخوا اووه بجي د دندي پر لوري روان وو چې پر ښخ سوي ماين ختلى او وژل سوى دى.
تر اوسه کومي ډلي ددي پېښي په اړه څه نه دي ويلي.
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه