په وردګو ولایت کې نږدې درې سوه سیمه ییز او د ځانګړې قطعې پولیس له مسلکي زدکړو وروسته فارغت لیکونه ترلاسه کړل .
په یادو پولیسو کې چې دوه شپیته تنه یې سیمه ییز پولیس وو،ځلور میاشتنۍ مسلکي زدکړې ترسره کړې وې،چې د یوې غونډې په ترڅ کې فارغت لیکونه ورکړل شول .
د وردګو امنیه قوماندان ملی پاسوال سردار محمد ځاځي وویل : یاد سیمه ییز پولیس به د دغه ولایت د ښه امنیت په موخه په سیداباد ولسوالۍ کې په دندو وګمارل شي او له فارغ شویو پولیسو ځخه یې غوښتنه وکړه،چې د خپلو سیمو په امنیت ساتلو کې ایماني جذبې ځخه کار واخلي.
په همدې حال کې د میدان وردګو ولایت د دشتې ټوپ تعلیمي مرکز ځخه د ځانګړې قطعې یوسلو یو شپیته پولیسو ته د اتو اونیو زدکړو وروسته فارغت لیکونه ورکړل شول .
د وردګو ولایت امنیه قوماندان مل پاسوال سردارمحمد ځاځي وویل : د ځانګړې قطعې دغه فارغ شوي پولیس به هم د فارغ شویو سیمه ییزو پولیسو په څیر د دې ولایت په بېلابېلو ولسوالیو کې په دندو وګمارل شي.
د يادونې ده چې تردې مهاله نږدې يو زرو پنځه سوه د ځانګړو قطعاتو پوليس د دشت ټوپ له تعليمي مرکز څخه فارغ شوي او دوسوه نور به هم په نږدې راتلونکې کې له دغه مرکزڅخه فارغ او دملي ځواکونو په ليکوکې به جذب شي .