کور / تازه خبرونه / كندهار: دوه تنه ماين ښخونكي ووژل سول .

كندهار: دوه تنه ماين ښخونكي ووژل سول .

د کندهار او زابل په سرحد کي دوه ماين ښخونکي په خپل ماين ووژل سول
د كندهار د ولايت مقام له مطبوعاتي دفتره په خپره سوي خبرپاڼه كي راغلي چي د کندهار او زابل ولايتونو د سرحد په شملزو سيمه کي چي د ډيورنډ د کرښي په صفري نقطه کي قرار لري، دوه تنه ماين ښخونکي د ماين ښخولو پر مهال وژل سوي دي.
دغو دوو کسانو تېره شپه ناوخته غوښتل چي په شملزو ولسوالي کي ماين ښخ کړي او افغان امنيتي ځواکونه تر بريد لاندي راولي خو مخکي له دې چي دوى خپل هدف ته ورسيږي ، د ماين ښخولو پرمهال په خپل ماين وژل سوي دي .
د يادي پيښي په اړه تر اوسه وسله والو طالبانو څه ندي ويلي .