دارغنداب ولسوالى دګل کلاچې دمسجد جوړولو کار پيل سو
دکندهار ولايت دسولي د عالي شورا په مالي مرسته دارغنداو آولسوالي دګل کلاچې ديو مسجد د بسټ ډبره کښېښودل سوه.
دغه مراسم د ځايي مشرانو او اوسېدونکو په ګډون په ياد مسجد کي جوړ سوى ول .
په دې مراسمو کي دسولي د عالي شورا رئېس حاجي عطا محمد احمدي دياد مسجد دبنسټ ډبره کښېښودله، نوموړى وويل چي دغه مسجد دځايي مشرانو او اوسېدونکو په غوښتنه د (٢٥٠٠٠) ډالرو په لګښت جوړه وي. دګل کلاچې د غه مسجد وداني (٢٥) متره اوږدوالى او (٦) متره بر لري چي پر يوه وخت د (١٥٠) تنو لمونځ کوونکو ځاى لري. دده په خبره چي دياد مسجد د ودانېدو کارونه به په اساسي او معياري توګه سرته ورسېږي.