د هيواد لوي ښارونه چې د نفوس ،اداري ،کلتوري او هيواد اقتصادي مرکزونه جوړوي او صنعت لپاره هم ښې برابرې دي.دغه ښارونه له :کابل ،کندهار،ننګرهار،هرات،بلخ او کندوز څخه عبارت دي.د دې تر څنګ چې دغه ښارونه په خپله اداري، کلتوري او اقتصادي مرکزونه دي نور ګاونډي ولايتونو ته هم ځانګړی اقتصادي اهميت لري. نو په دې اساس کولای شو د هيواد صنعتي سيمې په شپږو برخو وويشو:
۱-د کابل حوزه: د کابل ښار د هيواد له عمده صنعتي برخو څخه ده په دې حوزه کې کابل،لوګر،غزني،پکتيکا،وردګ،باميان او پروان ولايتونه شامل دي.
۲-د کندهارحوزه:د کندهار ښار هم د عمده صنعتي مرکزنونو له ډلې څخه دی چې په دې حوزه کې کندهار،نيمروز،روزګان او زابل ولايتونه راځي.
۳-د هرات حوزه:داحوزه له هرات ښار،فراه،بادغيس او غور ولايتونو څخه عبارت دی.
۴-د بلخ حوزه:د دې حوزې مرکز د مزار شريف ښاردی او نور ولايتونه يې له:جوزجان،فارياب،او سمنګان څخه عبارت دي .
۵-د کندوزحوزه:د کندوزدحوزې مرکزنونه پلخمري او بغلان دي او نور ښارونه يې عبارت دي له:کندوز،بغلان،بدخشان او تخار څخه.
۶-ننګرهار:ددې حوزې مرکزدجلال اباد ښار اونور ښارونه يې لغمان،کونړاو نورستان دي.
زمونږ د هيواد اقتصاد په کرنه ولاړ دی او د اخېستل شوې احصائې له مخې 85 سلمه وګړي په کرنه او مالدارۍ بوخت دي چې له همدې لارې خپل خوراکي مواد برابروي. صنعتکاران د خپلو ورسره وسايلو په وسيله په کليو کې خپلو توليداتو ته دوام ورکوي چې د اړتيا وړ اومه مواد له لاندې سرچينو څخه تر لاسه کوي :
1-حيواني سرچينې: وړۍ ،پت ،پوستکي،وژغنې او طبيعي وريښم.
2- نباتي سرچينې: پنبه، منسوج، کتان، سنډ او داسې نور.
3-کاني سرچينې:اوسپنه ،مس،سره زر،سپين زر،قيمتي ډبرې(لاجورد، بيروج، زمرد،رخام) او نور.