دبي بي سي د خبر له مخې ننګرهار کې چارواکي وايي په ګوشته کې له پاکستاني ځواکونو سره د افغان ځواکونو جګړه پای ته رسېدلې ده.د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت وايي دغه نښته د پاکستان په غوښتنه ختمه شوې ده.ځايي خلکو ويلي په جګړه کې د دواړو غاړو له لوري درنې وسلې کارول شوې دي.د افغانستان د سرحدي ځواکونو يوه چارواکي چې نه ېې غوښتل نوم يې واخيستل شي وويل په نښته کې يو افغان سرتېری ټپي شوی او پاکستاني لوري ته هم تلفات اووښتي دي.پاکستان په دې اړه څه نه دي ويلي.