کور / تازه خبرونه / هلمند:ددارالعلوم مدرسه ديولړمراسموپه ترڅ كې پرانيستل شوه

هلمند:ددارالعلوم مدرسه ديولړمراسموپه ترڅ كې پرانيستل شوه

په هلمندولايت كې ددارالعلوم مدرسه ديولړمراسموپه ترڅ كې پرانيستل شوه


هغه مراسم چې له همدې امله نن له غرمې وړاندې دهلمندپه مركزلښكرگاه كې دهمدې مدرسې په انگړكې جوړشوي ووپكې دهلمنددوالي محمدگلاب منگل په گډون يوشميردولتي چارواكو،ديني عالمانو،قومي مشرانواوپه سلگونوطالب علمانوگډون درلود.


دهلمندولايت دپوهنې ريس رحيم الله خان وويل چې ددې ديني مدرسې دبنسټ ډبره يوكال وړاندې ايښودل شوې وه چې دجوړولوچارې يې په دې وروستيوكې پاى ته ورسيدې.


هغه زياته كړه چې دمدرسه دپوهنې دوزارت لخوادد۲۳مليونه ۸سوه زره ۳۳زره۳۳۷افغانى په مالي لگښت جوړه شوې چې پكې يوجومات ،لس بابه تشنابونه،لس تدريسي خونې،۲۸ليليه خونې،۲۰دآرام كولوخونې،دلابراتواراوكتابتون لپاره ځايونه جوړشوي دي.


هغه زياته كړه چې دامدرسه په لس جريبه مځكه كې جوړه شوې اوپه يوه وخت به پكې څلورسوه تنه طالب العلمان زده كړې كوي.


ددې مدرسې په جوړولودهلمندوالي محمدگلاب منگل هم خوښي څرگنده كړه اوزياته يې كړه چې موږپه دې ولايت كې دبيارغونې ډيرې پروژې پرانيستې دي خوپه ټولوكې داپروژه چې بشپړه شوې ده ډيرارزښت لري ځكه چې په دې كې ديني اشخاص روزل كيږي.


هغه زياته كړه چې په دې مدرسه كې بايدداسې استادان په دنده وگمارل شي چې ډيرصالح اونيك خلك وي اوپه واقعي توگه پكې طالب العلمانوته زده كړه وركړي.


والي دخپلوخبروپه ورستى برخه كې دهلمندولايت اوسيدونكوته په خطاب كې داهم وويل چې زه دې ولايت ته ديوه مقام لپاره نه بلكې دخدمت لپاره راغلى يم اوبايددهلمندخلك زماترڅنگ ودريږي ،ده زياته كړه چې په دې ولايت كې يوازې پوليس اوملي اردونشي كولاى چې امنيت ټينگ كړي اوياهم دكوكنارومخه ونيسي په دې كې دهلمندولايت دعالمانواوقومي مشرانومرسته ډيره اړينه ده چې په دې ولايت كې به موږددوى په همكارى دكوكنارودكرپه كلكه مخنيوى كوو،امنيت به راولواوترڅنگ به يې هغه ښوونځي چې دزده كوونكوپرمخ تړل شوي له سره پرانيزو.


ددې مراسموپه لړكې ځينې ديني عالمانوهم ويناوې وكړې اوپه دې ولايت كې يې دديني مدرسوپه زياتوالي ټينگاروكړاودايې دهغه كسانولپاره چې پخوابه گاونډي هيوادپاكستان ته تلل دديني زده كړې په برخه كې لويه لاسته راوړنه وبلله .


ديادونې وړده چې په لښكرگاه ښاركې دادوهمه لويه ديني مدرسه ده چې نويې جوړيږي اودطالب العلمانوپه مخ پرانيستل كيږي.
 



نعمت الله زهير