په پام کی ده چی د روزګان ولایت د پیژندنی په نیت یو تحقیقی او معلوماتی رساله یا اثر د سلام فرهنګی ټولنی له لوری تدوین او ترتیب سی . د دې عزم د پلی کولو لپاره یو لړ چاری تر سره سوی او تر یوه بریده بشپړ سویدی . د دې لپار چی تر زیاته کچی یی د نیمګړتیاوو مخه نیول سوی وی ، اړ یو چی د روزګان ولایت د درنو لیکوالو ، څیړونکو او مینه والو څخه په ډیر درنښت هیله وکړو چی خپل مالومات ، څیړنی او لیکنی د دې اثر د بشپړتیا لپاره د سلام فرهنګی ټولنی په پته راولیږی . دا چاره به له یوې خوا د رالیږونکی لیکنه او څیړنه په دې اثر کی خوندی او همیشنی سی او له بلی خوا به د اثر د نیمګړتیا مخه نیول سوې وی .
تر پتی وړاندی څو اړینی یادونی :
۱ – د دې خبرتیا سره یوځای د رسالې د مطالبو فهرست مل خپریږی ، هیله ده چی ګران لوستونکی یی ولولی.
۲ – د فهرست په ټولو مطالبو باندی لیکنی رالیږلای سی ، خو د لومړی فصله بیا تر څلورم فصله پوری درج سوی مطالب بشپړ سویدی .
۳ – د څلورم فصل د ( ب ) برخه او د پنځم فصل په ټولو برخو کی د نویو مالوماتو لپاره سترګی په لار یو .
۴ – د هر لیکوال لیکنه به د هغه دنوم په یادولو ثبت او خپره سی .
۵ – که د تاریخی سیمو او د مهمو شخصیتونو عکسونه او د روزګان ښکلی منظرې را ورسیږی خامخا به د رالیږونکی په نوم په دې اثر کی خپاره سی.
۶ – د موضوعاتو څرنګوالی په لاندی ډول په نښه کیږی :
د روزګان ولايت واليان او اداری مهم شخصیتونه : که د روزګان ولایت د ښاغلو والی صاحبانو هر یوه محمد شریف خان ، روشندل خان ،عبدالمالک لعلپور وال ، بیت الله غرنی ،سید داود هاشمی ،حیات الله زیارمل ، نظام الدین شریک ، محمد اسلم قربان خیل ، الله داد توفان ،عبدالشکور صمیم ، سلطان علی روزګانی ،فضل الربی صمیمی ،ولی جان جنبش ،معلم رحمت الله مجاهد ، حاجی امیر صاحب جانمحمد خان ، احمد جان اخوند زاده ، دطالبانو د مهال یو بل والی ، مولوی محمد حنیف منیب ،اسدالله همدم ، محمد عمر شير زاد، او امير محمد اخوند ، په اړه لنډ مالومات او ورسره مل عکسونه اوپه روزګان ولایت کی نورو مهم اداری او نظامی شخصیتونو په اړه مالومات را ورسیږی د لیکوال په نوم به خپاره سی.
د پنځم فصل په اړه چی د روزګان ولايت نامتو مشران او مشاهر دی
الف : د روزګان ولايت نامتوقومی مشران ( قومی مشران ، ولسی مشران،لوی تاجران ، وکیلان ، سناتوران ، او نور )
ب : د روزګان ولايت نامتو سياسي شخصيتونه ( لکه امیر المومین ملا محمد عمر مجاهد چی د هیواد مشر پاتی سوی بیا تر وزیرانو لکه صاحبجان صحرایی ، ملا عباس اخوند او نور سیاسی شخصیتونه والیان لکه د کندهار والی حاجی وکیل کریم خان صحرایی ،د پکتیا والی ملا شفیق الله اخوند ، د داود خان د مهال د ارګ قوماندان صاحبجانخان او داسی نور)
ج : د روزګان ولايت نامیان ( لکه نامتو غیږ بازان ، شیدو ، حقداد ، ملا جعه ګل او نور ،نامتو ښه ځوانان لکه د نیش سرور ، د کور محمد اکبر او د کلی حیدر او داسی نور .غښتلی کسان لکه لنډو ، بیدندان ، نبو او نور .
او په دې ډول د روزګان په اړه نور مالومات.
پته :
د مطالبو فهرست :
سريزه :
لومړی فصل :روزګان په لرغونو زمانو کي
الف : روزګان ، که اوروزګان یا ارزګان او یا بل ډول
ب : په روزګان ولايت کي د لرغونو څيړنو اړتيا
ج : په روزګان ولايت کي د دوو ډبربليکونو څيړنه
د : د روزګان د سیمو یوه لرغونې بیلګه ( دهراوت )
دوهم فصل :
روزګان ولایت په بیلا بیلو تاریخی متنونو کی
الف : روز ګان په حدود العالم کی
ب : روزګان په طبقات ناصري نومي اثر کي
ج : روزګان د علامه حبیبی په ( جغرافیایی تاریخی افغانستان ) کی
د : روزګان په ( قاموس جغرافيايې افغانستان ) کي
دريم فصل :په ورستیوپیړیو کی د روزګان اداری چاروته ځغلنده تاریخی کتنه
الف : روزګان د احمد شا بابا تر امانی مهاله
ب : روزګان په اماني پير او تر هغه وروسته
ج : دروزګان پخوانې اداری ودانی او لاری
څلورم فصل :
روزګان تر ولایتی ویش وروسته
الف : د روزګان ولايت د تشکيلاتي بدلونونو بهير
ب : د روزګان ولايت واليان او اداری مهم شخصیتونه
پنځم فصل : د روزګان ولايت نامتو مشران او مشاهر
الف : د روزګان ولايت نامتوقومی مشران
ب : د روزګان ولايت نامتو سياسي شخصيتونه
ج : د روزګان ولايت نامیان
لنډیز او پایله
اخځونه