د ناټو ځواکونو له لوري لراوبر ته يوه رالېږل سوې خبرپاڼه ليکي چي نن ورځ د افغانستان په سهېل کي د ماين چاودني پنځه بهرني عسکر ووژل .
خبرپاڼه نن د افغانستان پر وخت ٠٥:٢٧ دقيقې لراوبر ته رارسېدلې او ليکي چي ياد شمېر عسکر نن ورځ د وسله والو په يوه ښخ کړل سوي ماين کي وژل سوي .
خبرپاڼي د تل په څېر د وژل سوو عسکرو هويت او د هغوى د وژل کېدو څرګند ځاى نه دئ په ډاګه کړى .
په دې اړه تر اوسه خپله وسله والو څه نه دي ويلي.