کور / هراړخیز / دوی داسي وايي خو زه داسي وايم

دوی داسي وايي خو زه داسي وايم

دوی وايي چي افغانستان پنځه زر کلن تاریخ لري . زه وایم چي پردې خبره دي یوار بیا غَور وسي ځکه افغانان لا تراوسه خپل کفنونه له هغه ملک څخه واردوي چي پنځوس کلن تاریخ هم نه لري.

دوی وايي چي افغانستان موږ ته څه راکړي دي ؟زه وایم چي ته دافغانستان سره په چم کي يې چي څه نه درکوي.

دوی وايي چي خپل هیواد جوړه و.زه وایم چي نه، اول خپل ځانونه جوړه و.

دوی وايي چي ټول پښتانه سره یو دي .زه وایم چي بې اتفاقي ئې د خوشحال خټک زړګی هم ور شین کړی ؤ.

دوی وايي چي پښتو معیاري کوو .زه وایم چي لومړی باید پښتانه د معیار په ارزښت پوه سي.

دوی وایي چي دولت پښتو اوپښتنو ته توجه نه کوي . زه وایم چي تاسو دولت دې ته نه دئ پرایښئ ځکه چي تراوسه نه پریوه خبره جوړ سوي او نه سره جوړېږئ.

دوی وايي چي ددولت دچلولو اوداقتصادي پرمختګ له پاره تعلیم مهم دئ . زه وایم چي ډېربې تعلیمه ترلوړو منصبونو ورسېدل اوپرزیاتو تعلیم یافته خلګو ئې حکومتونه وکړه.

دوی وايي چي په افغانستان کښي غُربت او فقر خپور دئ. زه وایم چي ستا پردسترخوان داسي وچه و لنده مېوه او خواړه اوډل سوي دي چي اکاډیمیک خلګ ئې لا دخورک په طریقه نه پوهیږي.

دوی وايي چي افغاني مېرمنو ته باید حقوق ورکول سي.زه وایم چي لومړی دنارینو ذهنیت باید جوړ سي.

دوي وايي چي پاکستان،ایران او نور همسایه ممالک زموږ په هیواد کښي مداخله کوي. زه وایم چي موږ ورته دلاس وهنو زمینه برابره کړې ده.

دوی وايي چي نړۍ واله ټولنه دافغانانو سره مرستي کوي.زه وایم چي ولي دغه مرستي پرخپلو ولسونو نه لوروي.

دوی وايي چي عسکر مو ووژل او یا طالبان مو له منځه یووړل.زه وایم چي اې بدبختو! داخو بیا مسلمان افغانان شهیدان سول.

دوي وايي چي وژل، قتلول، بېره خپرول تروریزم دئ .زه وایم چي دیوخاص ولس، سیمي، او مذهب په اړه منفي فکر کول اصلي تروریزم دئ.

دوي وايي چي په دنیا کښي سوله راولو. زه وایم چي داپرمختللي وسلې نو ولي جوړوئ ، چیري او چاته يې ورصادروئ؟

دوی وايي چي په سوریه کښي له کېمیاوي وسلوڅخه کار اخیستل سوی دئ نو اوس ئې په اړه پلټني کوي .زه وایم چي تاسو خو پرافغانانو باندي تر دې بدتره وسلې کار کړې، دهغو پلټني چا وکړې اوڅوک به ئې وکړي؟

دوی وايي دافغانستان اداره فاسده ده. زه وایم چي دافاسد نظام خو تاسو رامنځ ته کړ، تاسو پرافغانانو وترپئ، تاسو يې حمایه کوئ نو تاسو خپله فاسد یاست.

دوی وايي ځان مرګي بریدونه، ناامني او تعصب دافغانستان لوی ستونزي دي. زه وایم چي ځان وژنه خو ستاسو دود او کار دئ، دافغانانو ناامني تاسو ولي اندېښمن کړي یاست؟ متعصب خو هغه ولس دئ چي دسپين مخو په کلیسا کښي تورپوستی رهبر ته دخبرو کولو حق نه ورکوي.

دوی وايي په افغانستان کښي دبشر حقوق نه مراعتیږي. زه وایم چي تاسو خو دبشر وینه زبېښئ او دتجارتي جنس غوندي يې تبادله کوئ.

(دوی)دوه دي او (زه)یو دئ ،نو دوی اکثریت دي او زه اقلیت یم، اکثریت نه پوهیږي اود اقلیت خبري ته بیا څوک غوږ نه نیسي. دوی زما منطقي نظر نه مني نو زه څنګه ددوی بې استدلاله خبري واورم؟! چي (دوه)له (یوه)سره او(یو)له (دوو)سره نه جوړیږي نوته وا ولسونه به روغي جوړي ته سره ورسیږي؟

قرغه ۱۳۹۲ ثور ۱۰