ليک:محمد نعيم ازاد(کوټه پښتونخوا)
لنډه کيسه د پښتو ادب د پنځوونکي بهير هغه په زړه پوري ژانري نوم دی، چي اوس نو د فارسي او اردو د افسانې د نوم بديل منل شوی او په پښتو ادب کي يې په څرګنده ليکلې يا تحريري بڼه د خپل ژوندانه په دويمه پېړۍ کي ګړندي ګامونه ايښي دي، نور نو د دې ژانر “ونه” په پښتو ادب کي دومره برداره شوې ډډ يا تنه يې پسروره شوې او ريښې يې د ټولني په فکري کرونده کي دومره خورې شوي دي، چي د هر ډول توپان او تر يوه بريده پوري د وچکالۍ او کاختۍ سره د مخامخېدو توان لري.
لکه څنګه چي يې د اوسنۍ تېري درنې غميزي او توپان په سهلو سره د خپلي پشکلۍ باور پر ځای وساتی او دا خبره به سمه وي، چي دومره درنې څپېړي يې و زغملې او په خپله غېږ کي يې دومره درنه ټولنه يمنه کړله،
دا خبره اڼلې او جوته ده، چي په ټوليزه توګه ادب او په ځانګړي ډول هر ادبي ژانر لوستونکي د ژوندانه ګڼ ځنګله ته ور ننباسي او دژوندانه د خازه کوونکو او لمن څيرونکو خلو خځلو څخه مانا هغو ناوړو کړنو څخه د ټولنيز ژوند ژغورني لپاره د هغوی پر احساس اغېزمن کېږي او لار ښوونه يې کوي،
ادب د نوي ژوند لاري يا په بله ماناتر هغه مهاله پوري د ناڅرګندي ژوند لاري لپاره د يو مشال ارزښت لرونکی دی، اديب يو داسي هنر په برخه لري، چي په ټوليزه توګه د خپلي ټولني هغه غوښتني درک کړي او د هغوی د ليکلو ستړې ځکه پر ځان مني، چي په دې هڅه او زيار يې د اروا، زړه او فکر تصفيه يا کتهارسس کېږي، لکه خپله ور سپارل شوې دنده چي يې تر سره کړې وي، اديب د خپل وجدان په ډاډ باندي د ژوند د خوږلت څښتن جوړيږي او دا هغه وخت ور په برخه کېږي، چي خپل ټولنيز استازيتوب يې په ښه توګه تر سره کړی وي،
په ادب کي ياد شوي ژانر “لنډي کيسې” زه فکر کوم، چي د و ګړنۍ يا انساني ټولني په هره ژبنۍ برخه کي به يې د ټولنيز فکر د رابره کېدا سره سم ژوند کړی وي او د ځينو ژبنيو ټولنو په څېر چي د قلم وسيله ته يې د وخت په اوږدو کي چنداني پام نه وي کړی، په پښتني ټولنه کي يې هم تر اوسه د داستان، نکل، کيسې هغه شفاهي بڼه ژوندۍ او تر اوسه پوري يي په مېلمستونونو او حجرو کي د ساتېري او د تېر شوي ژوند په هنداره کي يې له کتو څخه د ژوند لاري د ډيوې کار اخستل کېږي، چي بېلګه يې په ورځنيو خبرو کي په بېخي لنډون سره د متلونو يادونه ده، چي هر يو يې په شاليد کي يوه لنډه کيسه لري.
په دغه بهير کي په لومړۍ ليکلې بڼه سره پښتو ادب منظوم داستان لري، چي د “ليلی مجنون” کيسه سکندرخان خټک د خپل ژوندانه په دريمه لسيزه ۱۰۹۰هـ ق کي نظم کړې او ورپسې په ۱۱۱۸هـ ق کال کي صدرخان خټک د ادم خان او درخانۍ کيسه منظوم کړې ده، چي د پښتو “منظوم “داستان (کوم چي په ليکلې بڼه شته) درې نيم سوه کلونو ته يې تاريخ رسېږي، خو څرکونه يې دغه موده په ژور کاته سره يوه پېړۍ نوره هم اوږدولای شي، لوړ ياد شوي ژانرونه بېل بېل خو له يوې کورنۍ سره اړه لرونکي دي، چي د داستان، نکل، اوږدې کيسې څخه يې په هنري بڼه پسولل شوې نننۍ لنډه کيسه هم ده.
که څه هم نننی پښتو ريالسټ ليکوال د يو درانه اووښتون په حال کي دی او تګ يې په نيولې پښه دی، خو بيا هم د ټولنيز ژوند لاري رغوونکی دی او اوس يې نو له هغه سرابي، خيالي، يا افسانوي تګلاري څخه مخ اړولی دی، چي د داستان، نکل، رومان او لنډي کيسې منځ پانګه به يې د څاروو سره خبرو او پېريانو، دېبانو يا ژويو نيولې وه، چي په خيال کي به يې د زبزباني شاپېرۍ تر ماڼۍ پوري پر دېبانو باندي د سترګو په رپ کي د مياشتو مزلونه پی کول او ځان ته به يې د خيال په باغونو کي د سرابي دښتي په اوبو باغونه زرغونول، که څه هم د دې خيالونو او خوبونو رښتيا کېدل تر يوه بريده پوري په نننيو علومو تر سره شوي دي.
د نن د ريالسټ ليکوال يا حقيقت خوښوونکو ليکوالو په بهير کي زموږ ځوان او هڅاند ليکوال جعفر خان ودان د خپلي ټولني د ودانۍ په هيله ګړندي ګامونه ږدي، چي د لنډو کيسو د لومړۍ ټولګي “ستۍ” په بڼه يې خپل فکري زيار موږ ته رالورولی او دا پېرزوينه يې کړې ده، چي د خپل ژوند د مزله لپاره يو فکري څوری ور ځني تر لاسه کړو.
د ښاغلي جعفر خان ودان د لنډو کيسو ټولګه “ستۍ” چي ديارلس لنډي کيسې او داستاني طرحي لري،خورا په زړه پوري زيار او هڅه ده، چي لوستونکی ترې ډېر څه تر لاسه کولای شي او د خپل فکر د پرمخ بيولو لپاره ترې ډېر ښه دليلونه موندلای شي، چي د بحث په رامنځ ته کېدلو سره مقابل لوري ته د خپلي خبري او نظر د پخلي لپاره وړاندي کړي، ليکوال د ټولګي په لومړنۍ کيسه کي د پښتني ټولني د “ستۍ” کردار يوه نوې بڼه را پېژني او د دغه کړني پر غندنه برسېره و پير ته د اولاد لپاره د ښځې ورتګ د ستۍ کښېنولو عمل په کلکه توګه تر نيوکه لاندي نيسي او ځيني ناوړه کړني په پښتونواله ګڼل اوله داسي کړنو څخه مخ اړونه په سپيتانه ګڼل، له عقله لېري خبري ګڼي، يوه بله ډېره درنه ستړې چي د پښتون اولس په برخه ده، تربور دښمن ګڼل را په ګوته کوي، هغه د شاعر خبره،
په ټولنه کي هر يو لري مقام خپل، ورور تربور او همسايه پرېدی ګڼي څوک
خپلي پښې وهي په تبر نور څه نه دي، چي تربور د توري شپې مږوی ګڼي څوک
چي دا د پښتون قام ډېره لويه بدبختي ده، چي خپل وس او توان يې په خپل منځيو بديو خوړلی او هغه ټولنيز دښمن چي له لاسه يې دا ډول ګڼ شمېر بد بختۍ د دوی په وار دي، ترې پاته دي، د ټولني د رښتيا خبرو کولو توان نه لرل، د طبقاتي توپير لوړي ژوري لکه دوست شينواري چي به ورته په ډاګه ويل چي:
هغه چي هره ناروا ځان ته روا بولي دلته يي خلګ خان صاحب ملک کاکا بولي
د هغوی په مقابل کي د تبارز هڅه يې د توپک نومي کيسې منځپانګه رغوي، د انساني ټولني د مخکښانو (کوم څوک چي يې دعوه لري) په مخ کي زموږ د خواږه هېواد د خواري او ځپلي ټولني د درنې غميزي انځور او د ګاونډيانو ناوړه کردار يې چي “مه کوه په ما و به شي په تا” د متل په پخلي په امکاني بڼه په “امکان” نومي کيسه کي ځای کړی دی، خو په ډېره سمبوليکه بڼه يې انځور وړاندي شوی دی، چي هر پښتو لوستونکی به و نه توانيږي، چي د سمبول په دې خوپ نيولې هنداره کي به وړاندي شوی انځور وليدلای شي،
د سور سترګي پښتون په نوم لنډه کيسه يې ډېره په زړه پوري ده، ژبه يې ساده اولسي مانا عام فهمه ده، لوستونکی که يوې خوا ته ځوروي او زړه يې خوري، خو فکر ته يې د اوسني ټولنيز چاپېريال په برخه د ستونځو او ستړو لاملونه را سپړي، او په خپل ګرېوانه کي د کتني توان ور په برخه کوي، ورسره د لوستونکي زړه د يو څو اوښکو په تويولو ور سپک کاندي، او ورسره يې په ذهن کي د ټولني د ژوند رښتينې بڼه او د هغې غوښتني هم انځور شي،
د پښتو چوپړ نومي کيسه د ليکوال د حوزې (جنوبي پښتونخوا) له ادبي چاپېريال سره د اشنا لوستونکي پر ذهن او زړه باندي د يوې څلوېښت کلني ادبي ټولني انځور را برسېره کاندي، که څه هم کېدای شي چي د ليکوال فکري ماخذ به له کوم بل لوري وي، خو تومنه به يې بيا هم په باوري توګه هم دغه ادبي ټولنه وي، چي اوس يې هم ځيني ځوانان او د پاخه منګ يا عمر لرونکي ليکوال د غړيتوب په اړه ری وهي، چي د ټولني د مرګ په خوب ويده غړو پر ځای يې ټاکنه شوې وای، لکه د لنډي کيسې دکرکټر محمد انور رومان شاګرد يوسف کوټوال چي په ارمان د استاد پر مرګ لاسونه مروړي، خو د پښتو چوپړ چي مانوي مرام او هدف دی، هغه تر ميان پاته او موږ د غړيتوب او نه غړيتوب په محدود فکري تالار کي اټاله او د اروايي ناروغيو سره مخا مخ يو، چي زموږ د خراج غوښتني او شهرت د پاره د کار کولو د تندي څرک را په ګوته کوي، نه د مانوي موخي او مرام په خاطر. د همدغي ټولګي بله کيسه چي ځل نوم ورته غوره شوی دی او په ښکاره ډول د پښتني ټولني د يوې کليوالي ټولني د اوسني چاپېريال کړه وړه انځوروي، چي زموږ کليواله ټولنه په څه ډول له يوه بل سره د زړه خواله کوي او د خپلي ميني څرنګوالی په څه توګه سره جوتوي، خو د هغوی د بشپړي ټولني د ژوند و دننني چاپېريال ته لوستونکي ور ننباسي، چي لوستونکي په څه ډول له نهيلۍ سره مخامخ کوي، هم هغسي په مرموز ډول لوستونکی پکښي د يوه رنځور هېواد انځور ويني، چي په خپل ژوند کي د يوې داسي پر له پسې ناوړه کړنلاري له ناروغۍ سره د مخامخ کېدا لامله د سرزوري دوکتور (زورواکي واکمن) له خوا دومره ناوړه او درنه نسخه په څلور ځله ورکړل شوې ده، چي هره پلا يې په څنګ کي ورسره نوري ناروغۍ را منځ ته کړي او وجود يي له منځه تللو سره مخامخ کړی دی، ځکه يې په لنډه کيسه کي له دغي نسخې څخه د ژغور لپاره د زور واکي په مخ کي اولسواکي ستايلې ده.
“داخلې بندي دي” زموږ ټولنيز چاپېريال او زموږ له عصري زدکړو څخه لېريوالی او د هغه په لاره کي پراته خنډونه انځوروي، لکه يو خواخوږی لارښود چي يي په اصطلاح و لوستونکي ته پر لاس ورکوي، ليکوال هم په لوی زړه هغه را په ګوته کوي، چي له عصري علومو څخه د لېري پاته کېدو کوم لاملونه دي او په ځانګړې توګه د سياسي ډلو د زدکړه والو د څانګو کوم کردار دی، هيله ده، چي د دې لنډي کيسې په لوست سره به د نوو زده کوونکو په ورتګ سره د دغه برخورد پر ځای د رښتيني پښتني برخورد په منځ ته راوړلو کي ښه په زړه پوري برخه وي، خو که پښتانه لوستونکي دې ته وګومارل شي، چي پښتو کتاب دي هرو مرو ولولي، دا پر نور اولس برسېره چي خپله ذمه واري تر سره کړي، د پښتون او پښتو پال سياسي ګوندونو وس په رسېږي، چي په دې لاره کي په زړه پوري کردار و لري،
افسانه نومي لنډه کيسه ماته د خپل نوم په څېر چي قاموسونو د داستان، نکل، کيسې، لنډي کيسې او پر نورو ماناوو برسېره د درواغو يا زړه ته نه لوېدونکي کيسې په مانا اخستی او مانا سوې ده، يوه برخه يې ماته هم په ياده شوې وروستۍ مانا څرګنده شوه، خو په څنګ کي يوې رښتيني خبري ته زموږ پام را اړوي، چي زموږ د مشرانو او ځوانانو يا کشرانو د زړه خبره چي يو تر بل پوري په ښه توګه نه رسېږي، هغه موږ ته د ټولني د ګای او کړه(قول و فعل) په منځ کي توپير را په ګوته کوي، او دا خو بېخي جوته ده، چي کوم کار په خپله کوي، له هغه کاره څخه د بل د راګرځولو لپاره به دي خبره تر هغو پوري بې اغېزې وي، چي تا هغه کار په خپله نه وي پرې ايښی او تر ډېره بريده پوري په پښتني ټولنه کي د ګای او کړه و توپير ته ګوته نيول کېدلای شي.
په پخه نومي لنډه کيسه کي د پښتني ټولني يو داسي ناوړه دود ته ګوتنيونه شوې او غندل شوی دی، چي د ژوند د ملګري په ټاکنه کي پښتنه پېغله نه پوښتل کيږي او واک نه لري،چي خپله خوښه دي وکړي،په دې اړه ويلای شو، چي پښتون پلار او پښتنه مور( چي اوس يې تر يوه بريده پوري پوښتل کيږي) که څه هم د خپلي خواخوږۍ او د خپلي لور د ژوند د غم خوړلو ثبوت ورکړی دی، خو په څنګ کي يې ډېر ناوړه دودونه لکه پېغله په بدي کي ورکول، سپين ږيري ته ورکول يا خپل همځولي ته نه ورکول يا د هغې بې خوښي ورکول او دا رنګه نور دودونه چي تر اوسه پوري شتون لري، را منځ ته کړي دي، دا لنډه کيسه د پښتنې پېغلي د غوښتنو او احساساتو استازيتوب کوي، ماته “پخه” د پښتني ټولني تر ناوړو دودونو او تپل شوو رواجونو (چي څه شمېر يې عقيدوي بڼه خپله کړې ده) تر پرتم لاندي په غمونو او دردونو د پخې پښتنې پېغلي يو دردوونکی انځور را تر سترګو شو، زموږ کيسه ليکوال شاعر په “چايلډ لېبر” نومي کيسه کي يوه داسي ستونزه او ستړې را په ګوته کوي، چي د بشپړي ختيځي يا شرقي ټولني ستونزه ده، چي “کوشنی او مزدوري” په ځانګړي ډول په پښتني ټولنه کي دا ستونزه تر دې درنه غميزه وروسته چي پښتني ټولنه يې نوره هم د بې سرنوشتۍ و تورو کندو ته ور ټېل وهله، بېخي رابرسېره او جوته کړه او ټولنه ته يې د مجبورۍ پلمه هم ورجوړه کړه، چي تر ډېره ځايه پوري يې پلمه رښتونې هم ده، چي ګڼ شمېر يې له دې مسوليت څخه د ژغور لاره هم نه لري، خو و ټولني ته د احساس ورکولو او شعور را برسېره کولو د پاره د ليکوال هڅه په زړه پوري او په مخ نيوي کي به يې خپل کردار وي، په “لغړي” نومي کيسه کي ليکوال هڅه کړې ده، چي ټولنه د ځان ځانۍ د لوېدلي او ټيټ فکر له ژوري کندي څخه را و ژغوري او د ټولنيز فکر ارزښت ور په ګوته کړي، ماته د ټولني د هغې برخي له خوا چي خواره، ځپلې او خپله غرمنۍ او ماښامنۍ له خپلو خولو سره خوري، چي هغوی خپل مرام او موخه تر دغو مخکښانو ښه پېژندلې او ورته ژمن دي، نن يې له لوري بې نياوه مخکښان له دې تورونو او پېغورونو سره مخامخ دي، چي:
خرڅوي يې رهبران پر سوداګرو خدای دي مل شي د وطن او د ملګرو او يا دا پېغور چي
څومره جونګړو ته دي اور ورته کړ چي خپل محل ته دي رڼا راوسته
“سختي” په ځانګړي ډول زموږ د “جنوبي پښتونخوا” د حوزې د منځي يا مرکز (کوټي) د اوسني چاپېريال انځور دی، خو په هغه اينداره کي يې يو ټولنيز انځور ترسيم کړی او ټولنه ته يې وړاندي کړی دی، دلته هم طبقاتي توپير ته پام ور اوړي، چي هر ناوړه کړه په سپا او سپينو کاليو کي پټېدلای شي او بې وزله له دغه بې ځايه ارزښته ځکه بې برخي او تر پښو لاندي دي، چي دلته هر څه په پيسو دي او خرڅيږي، ان چي…
“موږ دوولس” د دې ټولګي وروستۍ کيسه ده، چي په رمزيه ډول د پښتني ټولني او په ځانګړي ډول د دې تېري درنې غميزي يو داسي انځور دی، چي په دې جريان کي د کوربانه، مېلمانه، کډبانه او د نړيوال ګډبانه يا شپانه کردارونه په پښتانه نظر پکښي ځای شوي دي، چي د ټولني لپاره ډېري د ارزښت وړ خبري لري، چي په دې پاڼه کي لوستونکی ليدلای شي، چي د اقتصاد له پلوه چي کومه ټولنه له پښو ولوېږي، يا واچول شي، هغوی د خپل فکر، خپل نظر په پلي کېدو کي خپلواکه نه وي او له خپل وجود سره په تړون ساتلو کي بې واکه وي، داسي وي، لکه د يوې وني مېوه چي له خپلي څانګي څخه بېواکه را ايله شي، بيا چي د هر لاروي په پښو کي ولوېدله، هغه يې په کار اچولای شي او خوړلای يې شي، نو له خپل وجود څخه رابېل افغانان چي چا څنګه په کار واچول او د خپلو ګټو ساتلو لپاره يې د دوی له اړتياوو څخه څنګه ګټي تر لاسه کړې، تر لاسه يې کړې، او دوی ته خپل پښتني برم له ځينو اړتياوو سره په تاله کي سپک و ايسېدی، او ان دې ته ورنږدې شول، چي خپله روحيه له لاسه ورکړي، چي اوس يې هم له بېلا بېلو توکمونو جوړه يوه ډلګۍ پښتانه د خواږه هېواد په مقابل لوري ګوندونو کي د خپلو ځاني ګټو تر لاسه کولو په خاطر د فعالي ونډي لرلو لپاره د بل پر در په مړامو سترګو انتظار باسي او سول وهي،
او په پای کي به دا و وايم، چي د دې کيسو او داستاني طرحو پر بڼه او هغه هنري، بديعي، يا فني او تکنيکي ارزښتونو باندي چي د لنډي کيسې د تول تاله په اړه مي خپل نظر وړاندي کړی وای، و نه ږغېدم، خو منځپانګه يا محتوی مي تر خپله وسه پوري چي د بې وزله او بې سيواده ټولني څخه دفاع کوي، او ليکوال يې يواځي دا نه چي د خپلي ځپلي ټولني په څنګ کي ولاړ او د مرستيال په توګه څرګنديږي، بلکې د دې ټولني د يوه غړي په صفت وړ ځای لرونکی دی، و ارزوله پای