کور / تازه خبرونه / لغمان : د پاکستان ضد پراخ لاريونونه وسول

لغمان : د پاکستان ضد پراخ لاريونونه وسول

د لغمان ولایت په زرګونه ولسونو د پاکستان پر ضد او د خپلو امنیتي ځواکونو په ملاتړ پراخه لاریونونه تر سره کړل.
په ډلو ډلو لاریون کوونکي نن د جمعې له لمانځه وروسته د مهترلام ښار واټونو ته را ووتل او د پاکستاني پوځیانو له لوري د افغانستان په خاوره شوی تیری یې په کلکه وغنده او ګواښ یې وکړ که په راتلونکي کې د پاکستان له لوري دا ډول ناوړه کړنه تر سره شي نو ټول ولسونه به د خپلو امنیتي ځواکونو سره اوږه په اوږه د خپلې خاورې د دفاع د جګړې ډګر ته ودانګي.
لاریون کوونکو د هغه افغان سرحدي پولیس مړانه او سرښندنه په خپلو شعارونو کې بدرګه کوله کوم چې دوه ورځې وړاندې د ننګرهار په ګوشتې ولسوالۍ کې د پاکستاني ځواکونو سره په مخامخ جګړه شهید شوی و.
همدارنګه په دغو لاریونونو کې یو شمیر هغو دیني علماوو او د مسجدونو ملا امامانو چې له دې وړاندې یې د افغان امنیتي ځواکونو پر وړاندې د جهاد فتوې ورکولې هم برخه اخیستې وه او د خپلو افغان امنیتي ځواکونو په ملاتړ یې د پاکستان پر ضد شعارونه ورکول.