کور / تازه خبرونه / دهلمند ولايت خبريالان د ستونزو سره مخ دي

دهلمند ولايت خبريالان د ستونزو سره مخ دي

د هلمند د آزادوخبريالانوخپلواكه ټولنه د مې د مياشتې دريمه چې د مطبوعاتوله نړيوالې ورځې سره سمون خوري په داسې حال كې لمانځي چې په دې ولايت كې خبريالان له بيلابيلوننگونوسره مخ دي.
نه يوازې دا چې مهموخبري مسايلوته لاس رسى نه لري اود چارواكولخوا ورباندې پرده اچول كيږي بلكې د وسلوالوډلو،اشخاصواوافرادولخوا هم ترگواښ لاندې دي.
دبيان دازادۍ او معلوماتو ته دلاس رسي په برخه کي لا هم ستونزي سته ،چي له ډيري مودي راهسي په هلمند کي ژورنالستان دليرو سيمو په اړه معلوماتو او لاس رسي کي ستونزي لري.
ځيني دولتي مسئولين قصدا په دې برخه کي له موږ هلمند ي ژورنالستانو سره مرسته نه کوي.
يو ه بله ستونزه دژورناليستانو داده چې مالي امکانات يې دپخوا په پرتله کم سوي دي خپل اړتيا وي نه سي پوره کولى،دغه راز دژورناليستانو دمسلکي کيدو لپاره هم دورکشاپونو د نه شتون له ستونزو سره مخ دي چې دوى يې حل کولو غوښتنه کوي.
همد رازپه دې ولايت كې ځينې كړى هڅه كوي چې د ژورنالستانوترمنځ يولوى درځ رامنځ ته كړي ترڅوله همدې لارې دوى خپلې ناروا شخصي گټې خوندي كړي خوددې ترڅنگ ځينې خبريالان هم شته چې ځانونه يې په اشخاصو،افرادو،ډلواوټپلوپسې تړلي دي چې دا ستونزه د ژورناليزم اصلي دنده اوموخه ترپوښتنې لاندې راولي.
د هلمند د آزادوخبريالانوټولنه د ځينورسنيوله مسؤلينوڅخه چې له مركزكابل څخه خپرونې كوي په جدي توگه غوښتنه كوي چې د شخصيتونوله سپكاوي اوهغوى ته په سپكه سترگه له كتلوڅخه ډډه وكړي اوخپلې خپرونې د رسنيوله قانون سره سمې پرمخ بوزي اود هيواد ملي گټوته لكه څنگه چې د رسنيوشعارهمدا دى ژمن پاته سي.