اسلام اباد :دبي بي سي د خبر له مخې د بې نظیر بوټو د قضیې څېړونکی څارنوال وژل شویاسلام اباد کې د مخکنۍ لومړۍ وزیرې بې نظير بوټو د وژنې د قضیې څېړونکی څارنوال چوهدري ذوالفقار د نامالومو کسانو په ډزو وژل شوی.د نوموړي چلوونکی سخت ټپي دی.پر نوموړي د جمعې ورځې پر ګهیځ د اسلام اباد جي سیکټور سیمه کې داسې مهال برید شوی، چې له کوره راووت.تر اوسه کومې ډلې د هغه د وژنې پړه نه ده منلې.پولیس وايي، وسله والو پر ذوالفقار ۱۲ مرمۍ ویشتلې، او پر موټر سایکل سپاره برید کوونکي له سیمې تښتېدلي دي. په اسلام اباد او راولپنډۍ کې مدافع وکیلانو پر دغې وژنې غوسه ښودلې او مظاهره یې کړې ده. ذوالفقار علي د فدرالي څېړونکې ادارې له لوري د بې نظير بوټو د وژنې په قضیه کې رسمي حکمتي وکیل ټاکل شوی و.نوموړی د لشکر طیبه د فعالانو ضد یو مخکښ وکیل هم و، چې پر ممبۍ ښار د ۲۰۰۸ کال د بریدونو د تورنو ضد قضیه یې مخته وړله.ډاکټران وايي، چې علي روغتون ته تر رسېدا مخکې ساه ورکړې ده.ځايي پولیسو ویلي، د علي چلوونکي هڅه وکړه، چې خپل مشر او ځان وژغوري، خو په ګاډي یې یوه لاروۍ ښځه ووهله او ووژل شوه.عیني شاهدانو ویلي، چې برید کوونکي پر موټر سایکل نه وو سپاره، بلکې په یوه ټیکسي کې راغلل، او تر ډزو وروسته بېرته په ټيکسي کې وتښتېدل. دوی دا هم ویلي، چې تر برید وروسته ټپیان او ویشتل شوي کسان تر ډېر وخت پورې پر ځمکه پراته وو، او بیا ډېر وروسته پولیسو روغتون ته ولېږدول.