کور / تازه خبرونه / الحاج محمد يعقوب شرافت وفات شو

الحاج محمد يعقوب شرافت وفات شو

پېښور:دافغان اسلامي اژانس درئيس الحاج محمد يعقوب شرافت دورپېښې ناروغۍ له امله وفات شو، شرافت داوږدى مودې راپديخوا د زړه مريض خو دزړه دعملياتو وروسته يې روغتيايي حالت د ډاډ وړ ؤ خو تيره شپه ناڅاپه ومړ. جنازه يې نن سهار ٩ بجې په ارباب روډ پېښور ادا شوه الحاج محمد يعقوب شرافت دجهاد دپيل څخه افغان اسلامي اژانس مسئول په اردو ، عربي ، انګريزى ، فارسي او خپله مورنۍ ژبه پوره عبور لاره او تر دې دمه ئې افغان اسلامي اژانس فعال ساته .افغان اسلامي اژانس په نړۍ کې دپوره او کره خبرونو منظمه سرچينه ده خیبر پښتونخوا په یوه روغتون کې افغان خبریال، لیکوال او شاعر او د افغان اسلامي اژانس مشر محمد یعقوب شرافت د زړه د درېدو له کبله ساه ورکړې ده. د نوموړي د کورنۍ غړو ویلي، چې د ګهیځ د لمانځه پرمهال یې زړه درېدلی او مړ شوی دی. یعقوب شرافت د افغان جهادي مشر محمد یونس خالص وراره دی. د ارواښاد شرافت کورنۍ وايي، چې د جنازې مراسم به یې جلال اباد کې د مولوي محمد یونس خالص په کمپ (نجم الجهاد مېنه) کې پر سیمه ییز وخت د مازدیګر پر پنځو بجو وشي. د نوموړي جنازه پېښور کې یوځل شوې ده. افغان اسلامي اژانس یا AIP د خیبر پښتونخوا پېښور کې مېشت افغان خبري اژانس دی. دغه اژانس په ۱۹۸۲ کال کې پر افغانستان د پخواني شوروي اتحاد د یرغل په ورځو کې د محمد یعقوب شرافت په لاس جوړ شو چې تر اوسه دوام لري.محمد یعقوب شرافتد ۱۳۳۶ هجري لمریز کال د کب پر ۲۳، د ننګرهار ولایت خوګیاڼو ولسوالۍ کې زیږېدلی، په ۱۳۵۱ کال کې ”نجم المدارس” ته شامل شوی، او په ۱۳۵۷ کال پاکستان ته کډوال شوی دی.نوموړی د کډوالۍ پرمهال پاکستان کې د خپل تره مولوي محمد یونس خالص د دفتر د فرهنګي چارو مشر و. که څه هم شرافت کومه حکومتي دنده نه ده ترسره کړې، خو زیاتره وخت یې لیکنې کړې دي. د ”څو ننګیالي”، شپږ ټوکه کتاب، ”د یو بڼ ګلونه”، ”سپېڅلی پاڅون” او په شاعرۍ کې د ”اب حیات” کتابونه یې د لیکنو بېلګې یادولای شو.