کور / تازه خبرونه / مولانا سمیع الحق ته د طالبانو روحاني پلارلقب ورکړل شو

مولانا سمیع الحق ته د طالبانو روحاني پلارلقب ورکړل شو

تهران :د ازادۍ راډيو د خبر له مخې د ایران یوه لوړ رتبه مقام پاکستانۍ مذهبي مشرمولانا سمیع الحق د طالبانو د روحاني پلار په نامه یاد کړی دی.مولانا سمیع الحق او یو شمېر نورو پاکستاني مذهبي مشرانو تیره چهارشنبې په تهران کې د اسلامي نړۍ د دیني عالمانو په غونډه کې ګډون وکړ او یو ځل بیا يې له افغان طالبانو دفاع وکړه.د چارو کارپوهان په دې باور دي، چې پاکستان او ایراني مذهبي مشران هڅه کوي، چې په ګډه د افغانستان د جګړې جبهه توده وساتي.د ایران نیمه دولتي خبري اژانس اسنا وايي، د دې هېواد د ستر مذهبي مشرایت الله خامنيي د نړېوالو اړیکو سلاکار پاکستاني مذهبي مشر مولانا سمیع الحق ته د افغان طالبانو د روحاني پلار خطاب کړی دی.علي اکبر ولایتي ویلي مولانا سمیع الحق تیره چهارشنبې په تهران کې د اسلامي نړۍ د دیني عالمانو په غونډه کې ګډون کړی او په خپلو څرګندونو کې يې د طالبانو له دریځ ملاتړ او دفاع کړې ده.مولانا سمیع الحق په پاکستان کې د دارلعلوم حقانیه موسس او د دې هېواد یو له هغو مذهبي مشرانو ګڼل کیږي، چې په افغان او پاکستاني طالبانو او سخت دریځو ډلو کې له زیات نفوذ څخه برخمن دی.د سیاسي چارو کارپوه احمد سعیدي وايي، سمیع الحق ته د طالبانو د روحاني پلار خطاب او په تهران کې له هغه څخه هرکلۍ دا معنا لري، چې ایراني او پاکستانۍ مذهبي کړۍ د افغانستان پر ضد خپله ګډ دریځ لاپسې ټینګوي او هڅه کوي چې د افغان جنګ جبهه توده وساتي.د ښاغلي سعیدي په وینا د تهران په دې غونډه کې یو شمېر نورو پاکستاني مذهبي مشرانو، چې ځینو يې د طالبانو استازيتوب کړی، هم برخه درلوده.دغه راز ویل کیږي، چې د افغانستان د سولې د عالي شورا مشر صلاح الدین رباني او یو شمیر افغان دیني عالمانو هم د اسلامي نړۍ د دیني عالمانو په دې غونډه کې ګډون کړی دی.په تهران کې له طالب پلوه پاکستاني مذهبي مشرانو په داسې حال کې هرکلۍ شوی، چې د دغو عالمانو اکثرو يې په افغانستان کې ځانوژونکي حملې او وسله وال فعالیتونه روا ګنلي دي.دغه راز د ایران لوړ مقاماتو هم په ځینو مواردو کې افغانستان د یو اشغال شوي هیواد په نامه یاد کړی دی.