شکارپور:د پاکستان په سند ایالت کې د ټاکنو پر یوه کاندید ځانمرګی برید شوی. دغه برید د سند ایالت په شکارپور سیمه کې د نېشنل پیپلز ګوند پر کاندید ابراهیم جتويي شوی.برید کې ځانمرګی برید ګر وژل شوی او دوه کسان ټپیان دي.د سکهر ښار د پولیسو مشر جاوید اوډو په وینا ابراهیم جتويي له خپلې کلي شکارپور ښار ته پر لار و، چې پر موټر سایکل سپور ځانمرګي یي له ګاډي سره ټکر وکړ.د نوموړي په وینا چاودنه کې ابراهیم جتويي ته زیان نه دی اوښتی