دبهرنیوسرچینو په حواله دبریتانیا دفاع وزارت ویلي، چې دافغانستان په سوېل کې یې درې پوځيان دسړک غاړې ماین په چاودنه کې وژل شوي دي.
د بریتانیا دفاع وزارت ویلي، چې دغه پوځيان یې دتېرې سې شنبې په ورځ د(اپریل ۳۰) دافغانستان په هلمند ولایت کې هغه مهال ووژل شول، چې پوځي ګاډی یې پریوه ښخ شوي ماین وربرابره شوه.
دیادوني وړده چي له ۲۰۰۱کال راهیسې په افغانستان کې دوژل شویوبرتانوي سرتېروشمېر( ۴۴۴ )کسانو ته رسېدلي دي.
د روان ۲۰۱۳ کال له پیل راهیسې په افغانستان کې دبرتانوي وژل شویوپوځيانو شمېر شپږو تنوته رسېدلی دئ.ددفاع وزارت زیاتوي، چې درې واړه ټپي شوي برتانوي عسکر دبوسټین پوځي اډې روغتون ته لېږدول شوي، خوتر درملنې وروسته یې ساه ورکړې ده