تورخم: د ازادۍ راډيو د خبرله مخې د تورخم دروازه د افغان و پاکستاني سرحدي مقاماتو ترمنځ تر خبرو اترو وروسته د خلکو پرمخ پرانستل شوه.پاکستاني مقامات وايي د دواړو خواوو دمسوولینو ترمنځ له پرون راهیسې خبرې اترې روانې وې، چې بلاخره نن سهار دغه سرحدي بندر ته د ایف سي یانیمه پوځي ځواکونو دځايي مشر تر ورتګ او له افغان لوري سره دخبرو اترو په نتیجه کې يې د دروازې د پرانستو امر وکړ.د پاکستان سرحدي ځواکونو د تورخم دروازه د سې شنبې له سهاره دخلکو پرمخ تړلې وه او هیچاته یې له دې لارې دتګ راتګ اجازه نه ورکوله.یوه پاکستاني افسر، چې نه يې غوښتل نوم يې واخیستل شي وویل:سهار شاوخوا لس بجې دروازه پرانستل شوه، عامو خلکو وباري موټرو ته د تګ راتګ اجازه ورکړل شوه، خو یوه یادونه ضروري ګڼم چې د مۍ ۱۱مې انتخاباتو په لړ کې به دوه ورځې یعنې دمۍ پر لسمه او یوولسمه د دوو ورځو لپاره په بشپړه توګه تړل کیږي او هیچاته به دتګ راتګ اجازه نه ورکول کیږي”نوموړی وايي د راتلونکي په باب هیڅ نشي ویلی، خوسمدستي دغه دروازه دټولو خلکو پرمخ پرانستل شوې ده.دغه دروازه پرون سه شنبې دافغان وپاکستاني سرحدي سرتیرو ترمنځ ترلفظي شخړې وروسته د پاکستاني لوري له خوا وتړل شوه.دراپورونو له مخې له افغانانو سره د پاکستان دپوله ساتي ځواکونو ناوړه چلند افغان سرتیري په غوسه کړل چې بیا وروسته د دواړوخواووترمنځ لفظي شخړه رامنځته شوه. خو بل خوا دپژواک اژانس وايي چې پاکستاني سرحدي ځواکونو د تورخم دروازه د قانوني اسناد لرونکو پر مخ خلاصه کړه. په تورخم کې د پاکستاني پوله ساتونکو يوه چارواکي د نوم نه ښودو په شرط ته وويل، چې نن شاوخوا لس بجې يې د تورخم لاره د قانوني اسنادو لرونکو مسافرو پر مخ خلاصه کړې ده. هغه زياته کړه، چې له مرکزه ورته امر شوى او اوس يې لاره خلاصه کړې ده. بلخوا د افغانستان لوري تورخم کې د سرحدي ځواکونو کميسار سمونمل هدايت اوريا د لارې خلاصېدل تاييد او زياته يې کړه، چې لاره يواځې د قانوني اسناد لرونکو پر مخ خلاصه شوې ده.دى وايي، کوم کسان که مهاجر کارت هم ولري پاکستاني پوله ساتونکي يې نه پرېږدي.خو پاکستاني پوله ساتونکي بيا وايي، چې مهاجر کارتونه يواځې د پاکستان په خاوره کې د اعتبار وړ دي نه په بندر کې.خاکسار چې په تورخم کې هټۍ لري وايي، چې لا هم سلګونه هغه کسان چې قانوني اسناد نه لري د پولې دې غاړې ته ولاړ دي.دى وايي: ((ماشومان، ښځې او سپين ږيرې لا هم ولاړ دي او يوه لويه ستونزه موجوده ده.))