د روزګان په چهارچينو ولسوالي كي د سړك غاړي د ماين چادوني د يوې كونۍ شپږو تنو مرګ ژوبله اړه ولي .
د روزګان د امنيه قومانداني وياند فريد عايل وايې چي چاودنه تير ورځ ماښام مهال د يادي ولسوالې د ساخر په سيمه كي د ملكي كسانو پر سراچه ډول موټر سوي ، چي په ترڅ كي موټر چلوونكي له دريو ماشومانو سره وژل سوي او دوي ميرمني ټپياني سوي دي .
د هغه په خبره چي د ملكي كسانو دغه موټر له چهارچينو ولسوالي څخه د خپل كور په لوري روان وو .
هغه دا كار د وسله والو مخالفينو ياد كړ خو وسله والو طالبانو تر اوسه ددي پيښي په اړه څه ندي ويلي .