کور / سياسي / د بروکسل غونډه : افغانستان او د امریکا او پاکستان دریځونه

د بروکسل غونډه : افغانستان او د امریکا او پاکستان دریځونه

د بروکسل غونډه تیره سوه ، خو د غونډی پایلی لا تر اوسه نه دی برسیره سوی او یا بر سیره دی خو د افغانانو د هیلو سره سمی نه دی .همدا دلیلی دی چی د دې غونډی په وړاندی رسمی غبرګونونه او هغه تبصرې او څرګندونی چی د یو شمیر شنونکو له لوری په رسنیو کی اوریدل کیږی، افغانانو ته په زړه پوری نه دی .

داسی بریښی چی امریکا ، پاکستان او افغانستان د ظاهری او شکلی دوستی تر څنګ د خپلو ملی ګټو لوری ته زیات پام کوی ، همدا لا میل دی چی د بروکسل او د بروکسل غونډو ته ورته نورو غونډو څخه هیڅ لاس ته راوړنی نه وینو . لا تر اوسه د سیمی هیوادونه او په سیمه کی لوبغاړی د لوبو هغه ځای ته نه دی رسیدلی چی د یو او بل د غوښتنو او هیلو سره دی د خپلو غوښتونو اوهیلو تناسب په پام کی و نیسی .

د پاکستان ګټی څرګندی دی ، په سیمه کی د یوه اتل په توګه د رول لوبولو صلاحیت لرل او د خپلو لنډمهاله پروګرامونو سره د نړیوالو د توافق جلبول . دا مصنوعی هیوادکله د هند پر ضد کارول کیږی کله د چین او کله هم د منځنی اسیا هیوادونو پر وړاندی د ابرقدرتونو له لوری کارول کیږی .د ا مصنوعی هیواد په سبمه کی د ابرقدرتونو د ګټو لپاره د خیز تخته ده .د دې هیواد واکمنان ، نه خپل هویت لری او نه تاریخ ، یوازی د همدې چارو لپاره د نړیوالو ابرقدرتونو له لوری پر دې سیمه تپل سویدی . لکه چی د دې هیواد پیل مصنوعی وو همدا شان یی پایښت مصنوعی دی او اوس مهال پاکستان د یوې ناوړه وسیلې په توګه د امریکی له لوری د افغانستان پر وړاندی هڅول کیږی .او طالبان یی په اګاهانه او یا نا اګاهانه ډول د پلانونو پلی کونکی ځواکونه دی .

د امریکې ګټی په سیمه کی د یوه ځواکمن لوبغاړی په توګه د خپلو اوږدمهالو او ستراتیژیکوګټو په تضمین کی نغښتی دی . او د دې ګټو د تامین وسیله په سیمه کی جګړه او د جګړې د لمبو سوځونکی توکی افغانان دی . د همدې لپاره د هر ډول قید او شرط پرته د افغانستان خاوره او جغرافیا په واک کی درلودل غواړی . دا دی اوس امریکاپه سیمه کی د جګړې د پایښت لپاره د افغانستان او پاکستان تر منځ د بې طرفه لوبغاړی دنده پرمخ بیایی او پاکستان د خپلو ګټو لپاره د فشار د وسیلې په توګه کاروی .

د افغانستان ګټی په اوسنی مهال کی دا دی چی ، په هیواد کی تلپاتی سوله او د خپلواک هیواد په توګه د نړی د نوروهیوادونو سره د سیال او د نړی وال کلی یو باحیثیته غړی وی . دې موخی ته رسیدل دا ایجابه وی چی د امریکی دوستی د بشپړی خپلواکی سره وساتی او د ګاونډیو هیوادونو په ځانګړی توګه د پاکستان سره د نه لاس وهنی پر بنسټ د خپلو تاریخی ستونزو اړین حل پیدا کړی.

خو ، دا لوبغاړی له بده مرغه د یوه او بل ګټی لکه چی باید په پام کی ونیول سی ، د پامه اچولی دی، همدا لا میل دی چی د جوړ جاړی څرک نه لیدل کیږی . د دی حالاتو تر ټولو زیات قربانیان افغانان دی. اوس مهال افغانانو ته تر ټولو اړینه دنده دا ده چی د ملی ګټو پر بنسټ د ټولو افغانانو توافق ته زمینه برابره کړی او د همدې ملی توافق پر بنسټ امریکایی لوبغاړو ته څرګنده کړی چی د امریکا دایمی ګټی د یوه بنسټ پال سیستم او مصنوعی هیواد سره په سیمه کی اغیزمنی او تلپاتی کیدلای نه سی.