غزني:دآریاناتلویزیون په یوه تازه خبرکي راغلي،چي دغزنی ولایت دامنیه قومانداني دامنیت آمرسمونوال محمدحسین نن دسړک دغاړي په یو ښخ سوي بمي چاودني کي وژل شوی دی.
دغزنی ولایت درسنیوویاند محمدنبی جان دخبردتاییدنه وروسته څرګنده کړه ،چي سمونوال محمدحسین نن دزنه خان ولسوالي ته روان وو ،چي موټریې پریوه ښخ شوي بم وخوت اوخپله ددووساتونکوسره ځای پرځای ووژل شو.
نبی خان زیاته کړه ،چي وسله والومخالفینودغزني ولایت دزنه خان پرولسوالي باندي بریدونه پيل کړي وو،اوسمونوال محمدحسین دنوروامنیتي ځواکونوسره هغه ولسوالي تللي وو،چي دبیرته راتګ پروخت دلیاري په اوږدوکي موټر یې پریوه ښخ شوی بم وخوت ،دی خپله ددووسرتیروسره وژل شو ی اودامنیت دوه ساتونکي یی ټپیان دي.
وژل شوی محمدحسین دبامیانوولایت اوسیدونکي وو،اومخکي دورث ولسوالي دامنیه قوماندان وو. دهغه جنازه دبامیانوولایت لیږدول شوی اودښخولومراسم به یې هلته تر سره شي.
دغرنې ولایت دلسوکالوپه موده کي دهیوادناآراموولایتونو په ډله کي راځي چي وسله وال طالبان او ترهګر پکي شتون لري اوددي ولایت په مختلفوسیموکي وسله وال طالبان ددولتي ځواکونوسره په جګړه بوخت دي..
دطالبانوویاندذبیح الله مجاهد لراوبرته په یوه رالیږلي لیک کي ویلي ،چي دغزني دامنیت آمردپنځونوروسرتیروسره دوی وژلي اوشپږ تنه نورپوليس هم دمجاهدينودکمين په بريد کې وژل شوي دي.