پرون دجمعي په ورځ دروسیه دمسکوپولیسوددي ښاردمسلمانانوپه یوه مسجدکي دجمعي لمانځه داداکولووروسته دمسجدچارپیره سیمه محاصره کړه او(۱۴۰) تنه یې ونیول اوزندان ته یې ولیږدول.
پولیسورسنیوته وویل ،چي په نیول شووکسانوکي دنوروبهرنیوهیوادوناپیژنده کسان شامل وو، دوی وايې چي زیاتره یې بنسټ پاله مسلمانان اوافراطي ترهګروو، اودروسیه امنیتي ځواکونوپر هغوي باندي شک درلودي.
دپولیسوپه رپوټ کي راغلي ،چي ځیني نیول شوي کسان له پوښتونواوڅیړونوڅخه وروسته آزاد شوي اوځیني نوريې لاتراوسه ترڅارني اونظارت لاندي دي.