په كندهار كي د يوي ترافيكي پيښي په ترڅ كي ۵۲ تنو ته مرګ ژوبله واړول .
دكندهار ولايت د ميوند ولسوالي اړوند په خاكي چوپان سيمه كي د ۳۰۳ بس او ټيلر موټرونو د ټكر له كبله ۵۲ تنو سپرليو ته مرګ ژوبله اوښتي .
دغه بس موټر د صدابهار افغان شركت اړوند دى چي د هلمند ولايت څخه كابل ته روان وو .
د كندهار د ولايت مقام مرستيال عبدالقديم پتيال او د ترانسپورټ ريس نجيب الله احمدي وايي چي په پيښه كي ۴۰ تنه مسافر سپرلي وژل سوي او ۱۲ تنه نور ټپيان سوي دي ، په خبره يي چي ځكه يې په پيښه كي د ښځو او كوچنيانو هويت نه سو څرګندولايي چي ځيني وژل سوې مسافرين سوځېدلې دي .
نجيب الله احمدي وايي چي له تيرو ۶ مياشتو څخه يي هغه ترانسپورټ شركتونه بند كړي چي د اصولو خلاف يي فعاليت كوي .
په پيښه كي ژوبل سوي كسان د لومړني روغتيايي درملني وروسته د سترګو ليدلي حال او په پيښه كي د ژوبل او وژل سوو سپرليو حالت ډير خطرناكه وبلي او زياته يي كړه چي هغه حالت اوس په خوله نه سي ويلاي .
(( كله چي موټر له ټيلر سره وجنګيد لوي ږغ يي وكړ ور سره سم ناري او چغي سوي موټر اور واخيست ناري او بغارو هم ورسره زور واخيست ، په دي وخت كي د موټر يوه ښيښه ماته سوه او موږ څو كسه تري را وه غورځيدو هغه حالت ډير بد وو )) .
كابل – كندهار او كندهار – هرات لويه لاره زيات مهال دداډول ترافيكي پيښو شاهده وي چي ترافيك چارواكي يي علت د موټرو نيز تګ ، د ترانشپورټي شركتونو تر منځ بي ځايه سيالۍ او ويجاړ سړكونه يادوي .