په دوبۍ کښې دپاکستان مسلم ليګ (ن) مشر نوازشريف او دپاکستان پيپلزګوند مشرآَصف على زرداري ترمنځ دخبرواترو لومړنۍ پړاوسرته ورسيده دراپورونو ترمخه دقاضيانو په سر رامنځته شوي ستونزې هوارلو لپاره دمسلم ليګ(ن) مشر تيره ورځ دپاکستان څخه دوبۍ ته ولاړ اوهلته يې دپيپلز ګوند دمرستيال مشر آصف زرداري سره وکتل دخبرواترو دلومړنۍ پړاو سرته رسولو وروسته آصف زرداري وويل چې ددواړو ګوندونو اتحاد ترمخکى زيات مضبوط شويدى خودقاضيانو دبحاله کولو په لړ کښې هيڅ ډول پريکړه تراوسه نده شوي دواړو ګوندونو پريکړه کړيده چې اتحاد به په ځاى ساتل کيږي تردغه وړاندې چې کله نوازشريف دخبرواترو لپاره ځاى هوټل ته ورسيده نودآصف زردارى لخوا يې تودهرکلۍ وشو.