اسلام اباد :پاکستان کې د اسلام اباد یوې ځايي محکمې د دغه هېواد پخوانی پوځي ولسمشر جنرال پروېز مشرف د پولیسو په واک کې ورکړی او امر یې کړی، چې باید نوموړی دوې ورځې وروسته راولپنډۍ کې ترهګري ضد ځانګړې محکمې ته وړاندې کړي.د پولیسو ځايي مشر ادریس راټهور ویلي، چې جنرال پروېز مشرف پلازمېنې اسلام اباد ته څېرمه چک شهزاد سیمه کې خپل کور کې نظربند شوی دی.د نوموړي په وینا د پرویز مشرف د نظر بندۍ امر تېره شپه ناوخته ورکړل شوی.له دې مخکې پرویز مشرف ځان پولیسو ته وسپاره، چې دنوموړي کور ته ورغلي وو، له هغه ځایه نوموړی له پولیسو سره په خپل مرمۍ ضد ګاډي کې محکمې ته حاضر شو.نوموړی د اسلام اباد یوې محکمې ته وړاندې شو.