کور / تازه خبرونه / كندهار: په امنتي غونډه كي افغان ځواكونه وستايل سوه.

كندهار: په امنتي غونډه كي افغان ځواكونه وستايل سوه.

د کندهار ولايت په اوونيزه امنيتي غونډه کي د افغان ځواکونو ترمنځ د ګډ کار او همږغۍ ستاينه وسوه .
د امنيت شورا رئيس او کندهار والي پوهنوال ډاکټر توريالي ويسا د ګډو کارونو په نتيجه کي رامنځ ته سوى امنيتي حالت د خورا ډاډ او قناعت وړ وباله او له امنيتي قومندانانو او سرتيرو يې مننه وکړه چي په خورا سختو شرايطو کي يې د خپلو خلکو امنيت ساتلى دى.
د ولايت مقام له مطبوعاتي دفتره په خپره سوي خبرپاڼه كي راغلي چي كندهار والي د افغان امنيتي ځواکونو د هغو هڅو ستاينه هم وکړه چي تېره اوونۍ يې د کندهار ولايت يوه لويه ډله فرهنګيان غزني ولايت ته د اسلامي تمدن د مرکز په توګه ددغه ولايت د ټاکل کېدو مراسمو لپاره لېږدلي ولي وه.
هغه په مجلس کي يو ځل بيا ټنګار وکړى چي امنيتي قواوي له دفاعي حالت څخه تعرضي حالت اختيار کړي او په ټولو هغو ساحو کي چي د مخالفينو د شتون هڅ وهل کيږي هغوى تعقيب او له منځه يې يوسي.
د کندها رولايت په اوونيزه امنيت شورا کي نن د کوکنارو کښتونو پر له منځه وړلو هم بحث وسو او د نشه يي توکو پر ضد د مبارزې رياست سره مسؤلينو ته د ملي پوليسو سره يو ځاى وظيفه وسپارله سوه چي د ترياکو اړولو ترڅنګ هغه کښت کوونکي چي زياته مځکه يې کرلي وي هم ونيسي او عدلي ارګانونو ته يې وسپاري.
کندهار والي له امنيتي ځواکون وغوښتل چي د ښار او ولسواليو په مختلفو ساحو کي د لويو قاچاقبرانو سره يو ځاى ساقيان هم ونيسي او په دې توګه سره د نشه يي توکو د معتادينو د شمېر په راکمولو کي ونډه واخلي.
د نن ورځي په غونډه کي د ملي اردو د ٢٠٥ اتل قول اردو د لومړۍ لواء قومندان جنرال احمد حبيبي وويل چي ځواکونو يې د کندهار په شمالي ا غربي ولسواليو کي ګډ او خپلواک عمليات کړي چي په نتيجه کي يې ډېر کلي د وسلوالو له ماينونو او شتونه پاک سوي او حالت مثبتي خواته تغير کړى دى.
هغه زياته کړه اوس ددې توانايي لري چي په يوازي سر د کندهار په هره ګوښه او کنار کي د مخالفينو پر ضد عمليات وکړي او په مکمله توګه يې له هغو ساحو څخه د تل لپاره ورک کړي.