کابل:د افغانستان ولسمشر حامد کرزي د عوامي نېشنل ګوند پر مشرانو بریدونه، پر داسې یوه ګوند بریدونه بللي، چې په سیمه کې د عدم تشدد بنسټ اېښودونکی ګوند دی.په هغه خبر پاڼه کې، چې له ارګ څخه خپره شوې، ولسمشر کرزي د عوامي نېشنل ګوند پر دوو مشرانو، غلام احمد بلور او هارون بلور شوی برید په کلکه غندلی.ولسمشر حامدکرزي دغه برید یو ترهګریز عمل بللی، ویلي یې دي چې دا برید پر داسې یوه سیاسي ګوند ترسره کېږي چې په سیمه کې د خان عبدالغفارخان( باچا خان) په مشرۍ د عدم تشدد بنسټ ایښودونکی دی.خبر پاڼه کې د ولسمشر کرزي له قوله زیاته شوې، چې د دا ډول بریدونو ترسره کول د هغو کسانو کار دی چې غواړي د ډېورنډ کرښې هغې غاړې ته پراته پښتانه له سیاسي او اجتماعي ډګره ګوښه کړي.ښاغلي کرزي ویلي، دا په څرګنده توګه د یو قوم پر پرمختګ، تعلیم او سوله غوښتونکو مشرانو برید دی.ولسمشر کرزي ویلي د طالبانو دغه غیر انساني او غیر اسلامي اعمال چې د پردیو د اهدافو لپاره ترسره کېږي، د پښتنو له پرمختګ او با عزته ژوند سره دښمني ده. له ارګ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ولسمشر دغه څرګندونې د پاکستان په پېښور ښار کې د عوامي نېشنل ګوند پر يوې ټاکنيزې غونډې د شوي ځانمرګي بريد په غبرګون کې کړې دي.دغه ځانمرګى بريد پرون د پېښور ښار په يکه توت سيمه کې وشو، چې له امله يې ١٧ تنه وژل شوي او تر ٤٠ زيات ټپيان شول.په ټپيانو کې د عوامي نېشنل ګوند مرکزى غړى او پخوانى فدرالي وزير غلام احمد بلور هم شامل دى.ولسمشر کرزي د دغه بريد د غندلو ترڅنګ ويلي، دغه بريد پر يو داسې سياسي ګوند ترسره شوى، چې په سيمه کې د خان عبدالغفارخان په مشرۍ د عدم تشدد بنسټ اېښودونکی دی.هغه زياته کړې: ((د دا ډول بريدونو ترسره کول د هغو کسانو کار دی، چې غواړي د ډيورند کرښې هغې غاړې ته پراته پښتانه له سياسي او ټولنيز ډګر څخه ګوښه کړي.))حامد کرزي ويلي، چې دا په څرګنده توګه د يو قوم پر پرمختګ، تعليم او سوله غوښتونکو مشرانو باندې بريد دی.په خبرپاڼه کې راغلي، ولسمشر زياته کړې، چې د طالبانو دغه غير انساني او غير اسلامي اعمال چې د پرديو د اهدافو لپاره ترسره کېږي، د پښتنو له پرمختګ او با عزته ژوند سره دښمني ده.حامد کرزي زياته کړې: ((د ډيورند د کرښې ها خوا پښتانه او دې خوا ته د افغانستان ټول خلک له داسې يوه دښمن سره مخ دي، چې غواړي له يوې خوا د دوی پرمختګ غوښتونکي او نفوذ لرونکي قومي مشران، ديني عالمان او نور شخصيتونه له منځه يوسي او له بلې خوا د دوی حال او راتلونکي نسلونه د جهالت په تياروکې وساتي.د هغه په وينا، مخکې د پرمختګ او سولې دښمنانو له ډيورند پولې ها خوا د عوامي نېشنل ګوند لوړ پوړی غړی بشيراحمد بلور او په افغانستان کې د سولې د عالي شورا پخوانی رييس استاد برهان الدين رباني ووژل.په خبرپاڼه کې راغلي، ولسمشر کرزي دغه راز په ډاګه کړې، چې د انسانيت دښمنانو په پاکستان کې د يوې مترقي او سياسي شخصيت بېنظير بوټو، په کوېټه کې د هزاره وو او د افغانستان د کندوز او فراه په ولايتونو کې د خلکو په عاموژنه لاس پورې کړ، چې د هغوی دغه اعمال ستر جنايت، خواشينوونکې او د غور وړ پېښې دي.ولسمشر کرزي ويلي، نړۍ بايد د دې ډول بريدونو پر وړاندې، چې د انسان او انسانيت پر خلاف ترسره کېږي، چوپه خوله پاتې نه شي.په خبرپاڼه کې راغلي، چې ولسمشر کرزي تېره شپه د عوامي نېشنل ګوند له مشر اسفنديار ولي خان او نن له غلام احمد بلور سره چې په دغه بريد کې ټپي شوی، ټيلېفوني خبرې وکړې او د دغه بريد د غندنې په ترڅ کې يې هغوی ته د خپلې خواخوږۍ مراتب وړاندې کړل.سرچينه کاږي، افغانستان يو ځل بيا د پاکستان پر دولت غږ کوي، چې د ترهګرۍ او افراطيت پر خلاف د مبارزې په برخه کې رښتينې او صميمانه همکاري وکړي. افغانستان له خپله اړخه په دې لاره کې هر ډول همکارۍ ته چمتو دی.