دنړۍ بې وزلو خواري کشو دورځې په مناسبت دپاکستان پيپلز ګوند په خپله مطبوعاتي اعلاميه کښې دپيپلز ګوند مرسيتال مشر آصف اعلى زردارى دمزدورانو دورځې په پيغام کښې ويلي دي چې پيپلزګوند به دمزدورانو او بزګرانو په معاشي خپلواکى کښې خپل بشپړ کردار اداکوي او دوى به دبې وزلې له ژوند څخه خلاصوي پيپلز ګوند دبې وزلو دحقوقو دترلاسه کولودمبارزى بشپړملاتړ کوي دپاکستان پيپلز ګوند اصل قوت خوارى کش ولس دى نوموړى په خپل پيغام کښې زياته کړيده چې وزيراعظم په خپل لومړني ويناکښې اعلان کړيدى چې مزدوردښمن قوانينو جاج به واخستل شي او مزدورانوته په خپل حقوق ورکول شي حکومت به دکار څخه ايستل شوو مزدورانو دبېرته بحاله کولو لپاره بشپړکرداراداکوي.