کور / تازه خبرونه / کندهار : د ٧ وسله والو د وژلو خبر ورکړل سو

کندهار : د ٧ وسله والو د وژلو خبر ورکړل سو

د کندهار ولايت امنيتي چارواکي وايي چي د دې ولايت په معروف او د زابل ولايت په اټغر اولسوالۍ يو کي ئې عمليات کړي او په پايله کي ئې اووه وسله وال وژل سوي .
چارواکي وايي چي دا عمليات اوس هم دوام لري او په هغو کي ئې د يادو وسله والو د وژلو ترڅنګ يوشمېر وسلې او مهمات هم نيولي.
د چارواکو په وينا چي حکومتي لوري ته په دې عملياتو کي کوم زيان نه دئ اوښتى .
معروف د کندهار ښار شمال ختيځ ته په ٢٢٠ کيلو ميترۍ کي پرته اولسوالي ده
چارواکو تېره اوونۍ هم په دې اولسوالۍ کي د وسله والو طالبانو د يوه قوماندان چي حافظ حکمت نومېدئ د وژلو خبر ورکړى وو .
د يادوني وړ ده چي په دې اړه خپله وسله والو څه نه دي ويلي.