دشما لى وزيرستان دميرعلى په سيمه کښې اوسيدونکو قبائيلو دبريښنا دلوډشيډنګ پرخلاف دبريښنا په مزودلويى تارونه تاوکړل چې دهغى له کبله دشمالى وزيرستان او سويلى وزيرستان په سيمو کښې بريښنا بنده شويده درارسيدلى راپور ترمخه شمالى وزيرستان ميرعلى ته نژدى دنورک په سيمه کښې بريښنا دلوډشيډنګ پرخلاف دبريښنا دتارونو څخه دلويى مزى تاو کړى چې دهغى په پايله کښې اوس مهال دشمالي او سويلى وزيرستان په ځينو سيمو کښې بريښنا نشته قبائيلو په ډاګه څرګنده کړيده چې دبريښنا دلوډشيډنګ پرخلاف دغه راز کارته مجبور شويدى له بلى خوا پوليټکل چارواکو دبريښنا دبيرته بحاله کولو پخاطر چټکى هڅى اومنډى ترړى پيل کړيدى.