کابل چاپ ورځپاڼو نن د ګڼو نورو مسایو تر څنګ د وسله والو طالبانو د روانې جګړې د وضعیت او دغه راز په دې اړه چې غزني به نن رسماً د اسلامي ثقافت د مرکز په توګه اعلان شي، مطالب او مضمونونه لیکلي دي.
خدمتګار:
خدمتګار خپلواکي ورځپاڼې په لومړي مخ کې په غټو ټکو سره لیکلي چې؛ ځینو طالبانو له جګړې لاس اخیستی دی.
ورځپاڼې په دې اړه د نور العزیز په نامه دولت سره د یوځای شوي یوه طالب قومندان خبري نقل کړي چې؛ وایې، ځينو وسله والو له دولت سره د سولې کولو پرته له جګړې لاس اخیستی.
ورځپاڼه د نوموړي د خبرو په دوام لیکي چې؛ د طالبانو په لیکو کې سیاسي شعور مخ پر لوړیدو دی.
عبدالعزیز زیاتوي چې، د طالبانو په لیکو کې داسې کسان هم ډېر دي چې؛ د بهرنیو هیوادونو د ګټو لپاره یې د افغانستان په ثبات پسې ټوپک راخیستی دی او په خبره یې چې دغه د افغان طالبانو کار نه؛ بلکې د بهرنیانو دسیسه ده.
ویسا:
ویسا آزادي ورځپاڼې بیا په لومړي مخ کې په غټو ټکو سره لیکلي چې؛ د امریکا د مالیه ورکونکو پيسې د طالبانو لاس ته ورځې.
ورځپاڼې په دې اړه د افغانستان د بیارغونې پر چارو د امریکا له خوا د موظف سرمفتش خبري نقل کړي؛ چې وایي، د امریکایې مالیه ورکونکو پيسې د قراردادونو په اداري سیسټونو او چارو کې د نیمګرتیاوو له وجې د طالبانو لاس ته ورځي.
ورځپاڼه په دې اړه د اسوشیېټډ پرېس خبري آژانس د ۲۰۱۲ کال یوه راپور ته اشاره کوي چې؛ د دې قرار دادونو څخه د امریکا د پوځ له اټکل سره سم په تېره یوه لسیزه کې تر۳۶۰ میلیونه ډالرو پورې پيسې د وسله والو طالبانو لاس ته ورغلي.
ورځپاڼه د سرمفتش “جان اف سوپکو” د خبرو په دوام لیکي؛ چې وایي، امریکایې پوځي چارواکي له حقاني شبکي، طالبانو یا القاعده ډلې سره له تړلو کسانو سره د قراردادونو په فسخ کولو کې پاتې راغلي.
د ویسا ورځپاڼې د نننۍ ګڼې بل مطلب دا دی چې؛ غزني به نن رسماً د اسلامي ثقافت مرکز اعلان شي.
ورځپاڼه د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر غوښتنې ته اشاره کوي چې؛ وایي، وسله وال طالبان دي د غزني ولایت په هغو مراسمو کې برخه واخلي چې له مخې یې دغه ولایت په رسمي ډول د اسلامي نړۍ د مرکز په توګه اعلانیږي.
ورځپاڼه د مطلب په دوام د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر د خبرو پر اساس لیکي چې؛ وایي، په دې غونډه کې د ګډون لپاره له بیلابیلو هیوادونو څخه لسګونه میلمانه افغانستان ته رارسیدلي دي.
انیس:
انیس دولتي ورځپاڼې بیادغزني ولایت د نن ورځې د مراسمو په اړه د امنیتي ارګانونو خبرې نقل کړي چې؛ په دې برخه کې یې د امنیت د ټینګیدو ډاډ ورکړی دی.