کور / تازه خبرونه / هلمند : ١٩ وسله والو او ٣ پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې

هلمند : ١٩ وسله والو او ٣ پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې

د هلمند ولايت امنيتي چارواکي وايي چي په دې ولايت کي د يوې نښتي په ترڅ کي اته وسله وال وژل سوي او يوولس نور ټپيان سوي دي.
چارواکي وايي چي دغه نښته د جمعې په ورځ سهار د نهو بجو په شااخوا کي د سنګين اولسوالۍ په زرد ريگي او صدون سيمو کي رامنځ ته سوې .
د چارواکو په وينا چي وسله وال دې سيمو ته راغلي ول او د حکومتي ځواکونو له لوري ورسره نښته وسوه او په پايله کي يې ١٩ وسله والو او درو پوليسو ته چي يو پوليس پکښي وژل سوى او دوه نور ټپيان سوي ، مرګ ژوبله اوښتې.
د يادوني وړ ده چي په دې اړه خپله وسله والو تر اوسه څه نه دي ويلي.