کور / تازه خبرونه / وردګ : د عظيم الشان قران د تجويد سيالي ترسره سوه

وردګ : د عظيم الشان قران د تجويد سيالي ترسره سوه

په وردګو ولايت کې په لوړه کچه د قران عظیم الشان د حفظ،حسن قرائت او تجوید سیالي ترسره کیږي.

د الله تعاله د دغه پاک کلام د حسن قرائت، تجوید او حفظ سیالي چې د یوه تن ملي سوداګر انجینرحسیب الله کلیمزي په مالي لګښت جوړیږي، د وردګو ولايت ټولو ولسوالیو څخه به د قران کریم هغه حافظان چې په شرایطو برابر وي برخه واخلي.
په همدې موخه په جوړه شوې غونډه کې چې نن ( شبنه ) د ولایت په مقر کې جوړه شوې وه، ملي سوداګر انجینر حسیب الله کلیمزي وویل: د دغه سیالۍ د ښه ترسره کېدو په موخه سره له اوسه یې په کار پیل کړی،چې په ترڅ کې به د دغه ولايت د تولو ولسوالیو څخه هغه کسان چې غواړي په دغه سیالۍ کې ګډون وکړي لومړی ثبت شي .
هغه زیاته کړه له هغې وروسته به د هغه کسانو ترمنځ چې ځانونه یې ثبت کړي، سیالي ترسره شي،چې دغه سیالي به درې ورځې چې د سرطان د میاشتې شپاړسمه،اولسمه او اتلسمه نیټه ده دوام ورکړي،چې په ترڅ کې به سل تنه بریالیو کسانو ته د سرطان د میاشتې په دوه ویشتمه نیټه په بېلابېلو درجه بندیو کې جایزې ورکړي شي .
دهغه په وینا په دغه جایزو کې به د ولايت په کچه لومړی مقام ګټونکی، دولسوالیو په کچه لومړیو مقام ګټوونکو ته ځآنګړې جایزې ورکړل شي،چې د جایزو د ورکړې پرمهال به د علماؤ کرامو،قومي مشرانو،مخورو او نورو په ګډون ستره غونډه هم ورته جوړه شي .
د وردګو والي ښاغلي عبدالمجید خوږياڼي سربیره پردې چې په یاد پروګرام یې خوښي څرګنده کړه وويل: د ولايت مقام د دغه پروګرام په جوړېدو کې هر ډول همکارۍ ته چمتو دی او زیاته یې کړه ‎، دغه ډول پروګرامونه کولای شي،چې زموږ د ځوان نسل فکرونه د اسلام سپیڅلې دین ته زیات کړي .
هغه وویل : د قران کریم د حافظانو ترمنځ د قران عظیم الشان د حفظ،حسن قرئت او تجوید نه یواځې سیالي ده، بلکې په دغه کار سره به مو ټولنې ته علمي،اخلاقي او نورو برخوکې هم پیغام ورکړی وي او د خلکو په راټولو سره به مو ملي وحدت ته هم کار کړی وي .
د ولايتي شورا مرستیال حاجي جانان د خپلو خبرو په ترڅ کې وویل: لومړی ځل دی،چې په میدان وردګو ولايت کې یو ملي سوداګر دا ډول سیالي جوړوي،چې دغه کار په ميدان وردګو ولايت کې ملي یوالې لا پياوړې کېدو لپاره هم کار دی او له همدې امله یې د ملي سوداګر ښاغلي حسیب الله کلیمزي څخه مننه هم وکړه .