کور / تازه خبرونه / كندهار: د لوى محبس څخه درې زندانيان تښتېدلي

كندهار: د لوى محبس څخه درې زندانيان تښتېدلي

د كندهار چاروكو خبر وركړ چي په روانه اونۍ كي ۵ تنه زندانيان له زندانه په ډير مهارت سره د پايوازانو په نوم تښتيدلي چي دوه تنه يي نيول سوي او درې په تيښته بريالي سوي دي په خبره يي چي د لاس درلودلو په تور يي د زندان ځني افسران قضايې ارګانونو ته د پښتنو لپاره سپارلي دي .
تيره چهار شنبه د كندهار د سرپوزي زندان څخه پنځو زندانيانو د پايوازانو په نوم د زندان پنجري ماتي كړي او د جعلي ټاپي په وهلو سره د زندان څخه تښتيدلي دي .
د كندهار د امنيت امر سمنوال رحمت الله اطرافي د خپلو اونيزو لاسته راوړنو پرمهال وويل چي له يادو كسانو څخه يي دوه نيولي او درې ئې تښتدلي چي يو يي جنايي او دوه ئې سياسي زندانيان ول.
هغه وايي داكار په ډير مهارت سره سوي او څلور تنه افسران يي د پيښي سره د تړاو په تور نيولي چي اړوندو ارګانونو ته يي د پښتونو لپاره سپارلي دي .
د كندهار پر زندان يو ځلي وسله وال ډيز بريد سوى او يوځل هم د تونل له لاري ترې سلګونه سياسي او جنايي زندانيان تښتېدلي، زندان چي په لويو ډبرينو ډبرو پوښلي هلته سخت امنتي تدابير نيول سوي او د زندانيانو سره كتنه هم د اونۍ په ټاكولو ورځو كي د سختو تلاښيو سره تر سره كيږي .
د كندهار د امنيت امر رحمت الله اطرافي خبر وركړ چي د تيرو دوو اونيو په ترڅ كي يي د خاصو او ځانګړو علمياتو پرمهال وسله والو مخالفينو مرګ ژوبله اړولي او په زيات شمير شكمن كسان يي هم نېولي دي .
نوموړي په دي خبري ناسته كي د جنايي او نشه يي توكو په تړاوو د ۲۵ تنو د نيولو خبر هم وركړ ، په خبره يي چي دامهال د نيول سوو كسانو څخه پوښتني ګروځني رواني دي