د روزګان ولايت د چوري ولسوالي امنيه قوماندان ددو ساتوونكو سره د سړك غاړي د ماين په چاودنه كي ووژل سو .
چاودنه تيره ورځ ماځيګر په چوره ولسوالي كي هغه وخت رامنځ ته سوه كله چي ددي ولسوالي قوماندان ځينو امنتي پوستو ته د پوليسو تنخواګاني وړلي .
د روزګان د امنيه قومانداني وياند فريد عايل وايي چي په چاودنه كي د چورې ولسوالۍ امنيه قوماندان قيام الدين ددو ساتوونكو سره وژل سوي او رنجر موټر يي په بشپړه توګه ويجاړ سوي دي .
هغه دا كار د وسله والو مخالفينو ياد كړي خو وسله والو طالبانو په دي اړه تر اوسه څه ندي ويلي .