په هلمند کي دوو چاودونو څلورو ولسي وګړيو ته مرګ ژوبله واړول.
د هلمند ولايت د والي وياند عمر ځواک وايې چې تېره ورځ ماپښين شاوخوا دري نيمي بجي ددي ولايت د مارجي ولسوالۍ په تريخ زابر سيمه کي پر دوو ملکي خلکو چاودنه سوي ده.
دده په وينا چې دغه ملکي کسان پر موټر سايکل سپاره ول چې ښخ سوي ماين پري چاودنه کړي او پر مهال يې يو تن وژل سوى او دوهم تن يې سخت ژوبل سوى دى.
عمر ځواک د يو بل خبر له مخي وايي چي په همدي ورځ د هلمند ولايت په کجکي ولسوالۍ کي هم پر ولسي وګړيو چاودنه سوي او پر مهال يې دوه تنه وژل سوي دي.
هغه وويل چې د کجکي ولسوالۍ په هغه سيمه کي پر دغه دوو ولسي وګړيو چاودنه سوي چي وسله وال طالبان پکښې ميشت دي.
نوموړي همدا راز وايې چې تېره ورځ د واشير ولسوالۍ په پايوک او مزار پيشي سيمو کې نوي کيلوګرامه تارياک له څو تنو قاچاقبرو څخه نيول سوي دي.
دى وايې چې دغه قاچاقبرو د پوليسو سره مقاومت کړى او وروسته تښتيدلي دي.
تر اوسه ددو بمي چاودنو په اړه کومي ډلي څه نه دي ويلي.