د نيمروز په چار بورجک ولسوالي کي چاودني د امنيه قوماندان په ګډون شپږو پوليسو ته مرګ ژوبله واړول.
د نيمروز ولايت د امنيي قومندانۍ مسولين وايې چې تيره ورځ مازيګر ناوخته ددي ولايت د چار بورجک ولسوالي د امنيه قوماندان موټريز كاروان د سړك دغاړي پر ښخ سوي ماين برابر سوي او چاودنه پري سوي چي په پايله كي يي څلورتنه پوليس وژل سوي او د امنيه قوماندان په ګډون يو بل ساتوونكي يي ټپيان سوي دي .
د نيمروز د امنيه قومانداني مطبوعاتي دفتر وايي چي د چاربورجك ولسوالي امينه قوماندان سمونمل مير عالم سطحي ټپي دي او دامهال يي روغتيايي حالت سم دي .
د مطبوعاتي دفتر په حواله چي چاودنه د چاربورجك ولسوالي بازار ته په پنځه كيلومتر كي سوي ده .
چاربورجك ولسوالي د ايران او پاكستان سره پر پوله پرته ده .
ددي پېښي پړه تر دي مهال کومي ډلي پر غاړه نه د اخيستي .