دافغانستان جمهوررئیس حامد کرزی نن سهار دفراه ولایت دوروستي پیښي دغم ځپلوکورنیوسره دلیدلولپاره دفراه ولایت ته ورسیدئ. ددغه سفرموخه داده ،چي کرزي به دفراه په ولایت کي دتیري اووني دناوړي پیښي دوژل شوواو زخمیانودکورنيودغړوسره وګوری اوهغوی ته به خپله همدردی اوغم شریکي څرګند ه کړي.
تیره اووني مخالفووسله والودفراه ولایت دڅارنوالي ،استیناف محکمي اودبانک پر ودانيو باندي وسله وال بریدونه وکړه ،چي په پایله کي (۵۶ )کسان مړه او تر ۱۰۰ ډیرکسان تپیان شول،چي په هغوی کي څلور پولیس،څوتنه دولتي کارکونکي اوقاضیان، ۶ تنه دملي اردوسرتیري،(۳۴ )تنه ملکي کسان او (۹) تنه بریدکونکي شامل دي. دغه پیښه په تیرویوولسوکلنوکي ترټولو یوه ناوړه پیښه بلل کیږي.