کور / تازه خبرونه / په میدان وردګو کي دچاودني له امله (۹)تنه مړه او ۲۲تنه ټپیان شول

په میدان وردګو کي دچاودني له امله (۹)تنه مړه او ۲۲تنه ټپیان شول

لراوبر پاڼي ته په یوه راغلي لیک کي ویل شوي ،چي دمیدان وردګوولایت دسید آبادولسوالي په مربوطاتوکي په ملي بس دسرک دغاړي په چاودنه کي۹ تنه ملکیان وژل شوي او ۲۲ تنه نور ټپیان شویدي.
د میدان وردګو ولایت د امنیت آمر عبدالرزاق وایی : د سرک دغاړی بم د وسله والو طالبانو له خوا ایښودل شوی وو ، چی نن سهار ۹ بجي په یوه عراده ملي بس چي دغزني څخه را روان وه دسړک پر غاړه وچاودیدی چي له امله یی عاموخلکو ته مرګه ژوبله اړولي ده .دغه مسافر وړونګی ملي بس ګاډی له غزني څخه کابل ته روان وو.
په ټپیانوکي ښځي اوماشومان هم شامل دي ، خودیو شمیر ټپیانو وضعیت داندیښني وړ ښودل شوی ، ټپیان دسیداباد ولسوالي روغتون ته لیږدول شویدي .
امنیتی مسؤولین د پیښي پړه د وسله والومخالفینو په غاړه اچوي ، خوطالبانو لراوبرته په یوه رالیږلي لیک ویلي چي داچاودنه دوردګوولایت کي میشتوبهرنیوځواکونوکړیده.
دملکی کسانودسپرلۍ په بس باندي چاودنه په داسی حال کي ده ، چی د نوی کال د پیل سره یوځل بیا د جنګي ډلو په بریدونکوکي ملکیانو ته مرګ ژوبله زیاته شویده .