کور / تازه خبرونه / دامریکادبهرنیو چارو وزیر(جانکیری) دځواني ۲۵کلني دیپلوماتي په وژلوباندي خواښینئ دئ

دامریکادبهرنیو چارو وزیر(جانکیری) دځواني ۲۵کلني دیپلوماتي په وژلوباندي خواښینئ دئ

دامریکاد(ABC )خبری څانګه وایې ،چي دامریکا دبهرنیوچارووزیر جان کیری په زابل کي دامریکادځواني دیپلوماتي (سمیدینګاهوفSmedinghoff) پروژنه باندي ډیرخفه اوخواښیني دئ. دغه دیپلوماته پرون دزابل په ولایت کي په یوه ځانمرګۍ بریدکي دپنځونوروامریکایانواویوافغان ډاکټره سره یوځای ووژل شوه.
تردي دمخه دامریکادیپلومات سفیر په لیبیاکي دتیرکال دسپتمبر په میاشت کي ددروونوروملګروسره دبنګازي په ښارکي ووژل شو.
جان کیری ددغي ځواني زړه وري ديپلوماتي ستاینه وکړه اوزیاته یې کړه چي هغه دیوي رسمي دندي په درشل کي د افغانستان یوی لیری سیمي ته دمکتب ښوونځویوته ددرسي کتابونه دلیږدولوپرمهال دتروریستانو قربانی شوه. دغه ځوانه دیپلوماته لمړي دوینیزولاپه هیوادکي کارکاوه اودوي اووني مخکي افغانستان ته راغلي وه.
دهغي پلاردخپلی لور په هکله وایی چې، لور یې له کوچینوالي څخه له نړیوالوچاروسره مینه لرله اودهمدې لېوالتیا له کبله له پوهنتونه تر فارغېدووروسته سمدستي دبهرنیو چارو وزارت ته لاړه اوحاضره شوه چې دنړۍ په خطرناکوسیمو کې درضاکارې په توګه کاروکړي.د دې پلار داسوشیتید پریس خبري اژانس ته وویل چې آنی سمیدینګهووف (Anne Smedinghoff) په هغه لارکې وژل شوې چې دې ورسره مینه لرله.