کور / تازه خبرونه / كندهار: چاودني ۴ كسان ژوبل كړل

كندهار: چاودني ۴ كسان ژوبل كړل

چاودنه چي نن ماښام څه كم اته بجي د كندهار ښار لوېديځ لوري ته د پنجوايي د دوراهي په سيمه كي سوې دوه پوليس او دوه اولسي وګړي ئې ټپيان کړي.
د كندهار د والي وياند جاويد فيصل د پېښي د پخلي تر څنګ وايي چي چاودېدونكي توكي په يوه باسيكل كي ځاى پر ځاى سوي ول چي ياده مرګ ژوبله يي واړوله .
د كندهار د ميروېس روغتون نوكريوال ډاكټر د نوم نه ښودلو په شرط وويل چي روغتون ته ئي څلور ټپيان ور وړي چي دوه ئې پوليس او دوه هم اولسي وګړي دي چي څلور سره ژوبل دي .
د پېښي مسئوليت لا تر اوسه كومي وسله والي ډلي په غاړه نه دئ اخستى.