کور / تازه خبرونه / په کندزکي دپکتیا دسولي دشورارئیس ووژل شو

په کندزکي دپکتیا دسولي دشورارئیس ووژل شو

کندر: ناپیژندووسله والوکسانونن دپکتیا دسولي دشورارئیس اودکندزدسولي دشورای غړی میرزاعلي تڼي په کندزکي په ډزوسره وواژي.
۴۵کلن میرزاعلی تڼي تیره شپه په داسي حال کي چي له خپله کورڅخه دوتلو په حال کی وو، ددووموټرسیکل چلونکوکسانولخواه تر وسله وال بریدلاندي راغلی اوځای پرځای ووژل شو.
دکندزچارواکي وايی ،چي تڼی دجهادی قوماندانانو پخواني غړي اودکندزولایت دشورا غړي وو،هغه ددولت سره دامنیت په چاروکي ډیره مرسته کوله .تڼی څه کم یوونیم کال مخکي دپکتیادسولي دشورادرېیس په توګه دنده پرمخ بیوله.
دکندزدوالي ویاند رسنیو ته وویل چي دبریدکونکوهویت تر اوسه مالوم نه دي اودپیښي په هکله پلټني رواني دي.
ددي پیښي په هکله وسله والوطالبانوتراوسه څه نه دي ویلي. دیادوني وړده ،چي دتیرکال په دوبي کي دکندزیومخورمشر ارباب حمیدالله هم تروسله وال بریدلاندي راغلی اوووژل شو.طالبانودهغه برید پړه منلي وه. همدارنګه تیره میاشت دولسي جرګي درئیس عبدالروؤف ابراهیمي پلاراوورور هم دکندزپه ولایت کي دمخالفونو لخواه ووژل شول.