پر زابل والي د نني بريد په اړه د کندهار والي د خواخوږۍ پيغام
کندهار افغانستان- په ډېر غم او خفګان سره مي خبر تر لاسه کړ چي وسله والو يو ځل بيا هڅه وکړه چي ددغي خاوري يوه رښتينى بچى له منځه يوسي.
وسله والو غوښتل چي نن په خپل يوه بل بريد کي د زابل ولايت والي ښاغلى محمد اشرف ناصري خپل هدف وګرځوي چي داسي ونه سول او د خداى په نصرت سره ښاغلى ناصري له دغه بريده روغ رمنى ووتى.
کندهار ولايت مقام دغه او دې ته ورته نور بريدونه په کلکو ټکو سره محکوموي.