کور / تازه خبرونه / دافغانستان په سهیل کي نن دناټودري سرتیري ووژل شول

دافغانستان په سهیل کي نن دناټودري سرتیري ووژل شول

دخبری آژانسودسرچینوپه حواله نن دافغانستان په سهیل کي دیوه ځانمرګي بریدله امله دناټودري سرتیر ي ووژل سول،اوددوی دوه ملکي کارکونکی پکي ټپیان شول. په افغانستان کي دایساف اوناټومیشتوځواکونوپه یوه خبرکي ویل شوي ،چي دایساف ځواکودري سرتیري دیوه ځانمرګي بریدښکار شول اوددي سازمان دوه نورملکي کارکونکي پکښي ټپیان شویدي.دایساف ځواکودپیښي ځای نه دي ښودلي اودوژل شووسرتیروهویت یې هم نه دي څرګندکړي. خو داسي ښکاري چي دا پيښه دزابل اویاکندهارولایت په شاه وخواکي منځته راغلي ده.
دایساف نړیوال ځواکونه وایی ،چي دغه سرتیري ددندي پرمهال دیوه ځانمرګي بریدقربانیان شول.ددي پیښي په هکله وسله والوطالبانوڅه نه دي ویلي. دافغانستان په جنوبي سیموکي دامریکا اوانګلستان سرتیري دامنیت دنده لري.
ځیني نوري خبری سرچیني بیا وایی چي نن دایساف شپږ سرتیری په دووجلاجلاپیښوکي وژل شویدي.
دیادولووړده چي نن دامریکا دپوځي قواوو لوی درستیزپه یوه ناببره سفر افغانستان ته راغلي ترڅو په راتلونکي کي دامریکا او ایسا ف ځواکونورول به د ۲۰۱۴ کال څخه وروسته څه وي .دامريکا لوی درستيز جنرال “مارتين ممپسي” نن سهاردبګرام په هوایې ډګرګي کښته سواودافغانستان پلازمېنې کابل ته راورسېدی.
ويل کېږي، چې دنوموړي دسفرموخه له افغانستانه د امريکايي ځواکونو دوتلو په اړه، له افغان چارواکوسره خبرې اترې او په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو له قوماندان سره لیدنه کتنه ده.
د رپوټونو له مخې، دمپسي به په خپل دغه سفر کې د امريکايي او ناټو ځواکونوله قوماندان جنرال “جوزف دانفورډ” سره هم وګوري.دا مهال په افغانستان کې شاوخوا ٦٦ زره امريکايي سرتېري مېشت دي.