کور / تازه خبرونه / دولسی جرګي غړونن ټول(۱۱)وزیران داستیضاح څخه خلاص کړل اودتآئید رایي ورکړي

دولسی جرګي غړونن ټول(۱۱)وزیران داستیضاح څخه خلاص کړل اودتآئید رایي ورکړي

دافغانستان دولسي جرګي غړوله تېرودريومياشتوناندریزوبحثونو او نیوکووروسته ټول يوولس استيضاح شوي وزيران له ولسي جرګې نه سپين راووتل اوخپلې چارې به دتير په څير پر مخ بوزي. دکانونووزیر وحیدالله شهراني اواطلاعاتواوکلتوروزیر رهین چي تیره چهارشنبه یې داکثروکیلانودقناعت وړرایې ترلاسه نکړي نن یی د وکیلانو دغوڅ اکثریت دقناعت او تآئید را یې ترلاسه کړي.
داقتصاداواوبواوبرېښنا وزيرانودتیري چهارشنبه درایو اچولوشخړه حل شوه اودهغوی ورکړل شوي ځوابونه وکيلانو ته د منلو وړوګرځېدل.
وکیلانودپاتې څلورونورووزیرانولپاره چې په ١٣٩٠ کال کې یې پردغوڅوکيوباندي کارنه ووکړى ،له استيضاح نه تېر شول .چي په دي ډول سره (۱۱)ټول ټال استیضاح شوي وزیران دولسي جرګي دغړودتآئیداومنلوړوګرځیدل اود۱۳۹۰ کال دپرمختیاي بودیجي دنه لګولو ستونځه ځای پرځای حل شوه.
دملي شورادژمنيو تعطيلاتووړاندې ګڼوولسي استازوددغووزيرانونه دواک اخيستولپاره ناندري اوشخړي پیل شوي،چې تر ډيره حده وکیلان پخپلوکې هم د همدغووزیرانو داستيضاح پرسر په یوه خوله اویونظرنه وو.
ځينواستازوله پيله داسې اټکل کاوه،چې ددغووزيرانواستيضاح هغه هم په ډله ييزه توګه دافغان حکومت سره د تربګنۍ نښه ده اودوخت له تېرولوپرته بله ګټه نه شي رسولاى،خود وکیلانو دبلې غاړې ټينګاردا وو چې دغو وزيرانو خپله پرمختيايي بودیجه سمه نه ده لګولې او دوى بايددخپل هغه واک نه ګټه پورته کړي کوم چې اساسي قانون ورته ورکړى دى.
تېره اونۍ داوو تنو وزيرانو لپاره استيضاحيه غونډه جوړه شوه چې دريوزیران په هماغه لومړى ورځ بري شول، دوه وزیران ترپوښتي لاندی راغلل اوددوونورولپاره يې درایوله لاري دواکونوداخيستلويادقناعت دنه ورکولو پریکړه وشوه. وکیلانونن بېرته ددوغو دوووزیرانولپاره صندوقونه کښېښودل شوه ،چې په پايله کې دکانونو او اطلاعاتواوکلتور دواړو وزيرانود قناعت وړ رايې خپلې کړې.
همدا رنگه دملي دفاع، کورنيوچارو ، لوړو زده کړواو ښاري پراختيا دوزيرانو لپاره کله چې په غونډه کې دهغوى د استيضاح کولوپه اړه ږ غ پورته شو، نوپرته له څلورو تنو استازونورو په يوه خوله نارې وهلې چې هغوى ددغو وزيرانو له استيضاح نه تېردي.
چې په پایله کې درایې اچوني دصندوقود شمیرني نه ورو سته سیدمخدوم رهین( ۱۳۲ ) رایې او وحیدالله شهراني (۱۳۳ )د تایید رایې خپلې کړې اووکیلانو په غوڅ اکثریت سره د( ۱۱ )وزیرانوداستیضاحیه سلسلي دري میاشتني ستونځي ته د پای ټکي کښیښودل شو.