بريد نن سهار د زابل مركز كلات كي د شيخ متي ليسې سره نژدي د زابل دوالي پر موټريز كاروان سوى ، چي نوموړى تر ى روغ وتلى دى .
د زابل د والي وياند شريف الله ناصري د پيښي د پخلي تر څنګ وايي چي بريد د موټر څخه په ګټه اخيسته تر سره سوي چي په ترڅ كي يي دوالي دوه ساتوونكي ټپيان سوي او يو تن ملكي ډاګټر وژل سوى دى .
د زابل د والي مرستيال هم ورته جزيات وركوي او وايي چي والي له بريده روغ وتلى دى .
د شيخ متي ليسې زده كوونكي وايي چي چاودنه ډيره زوروره وه چي زيات مالي زيانونه يي هم اړولي دي .
د بريد مسوليت وسله والو طالبانو په غاړه اخيستي او ويلي چي په بريد كي يي كورنيو او بهرنيو سرتيرو ته مرګ ژوبله اړولي او د زابل والي هم ټپي سوى دى .