کور / تازه خبرونه / وردګ : د شيدو د توليد يو مرکز ګټي اخستني ته وړاندي سو

وردګ : د شيدو د توليد يو مرکز ګټي اخستني ته وړاندي سو

په وردګو ولایت کې د نږدې یوسلو پنځوس زره امریکايي ډالرو په مالي لګښت د شيدو د توليد مرکز ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
دغه مرکز،چې د ترکیې هېواد د ولايتي بیارغاونې (پي،ار،ټي) ډلې په یوسلو اوه دیرش زره پنځه سوه امریکايي ډالرو په مالي لګښت د یوه کال په موده کې په پاخه او اساسي ډول جوړ شوی،د نورو ضروري ملحقاتو سربیره چې نهه خونې لري،نن (پنجشبنه) ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
دیاد مرکز د پټۍ پريکولو په مراسمو کې د وردګو والي ښاغلي عبدالمجید خوږيآڼي،د ترکيې هېواد دفاع وزیر ښاغلي عصمت یلماس،په افغانستان کې د دغه هېواد سفیر ښاغلي بساط اوزترک،د دغه ولايت د ولایتي شورا رئیس محمدرفیع وردګ او یوشمیر نورو سیمه ییزو چارواکو ګډون کړی وو.
د وردګو والي ښاغلي عبدالمجید خوږياڼي د خپلو خبرو په ترڅ کې د ترکیې هېواد څخه د یاد مرکز د جوړولو له امله د مننې ترڅنګ وویل: د شیدو د تولید دغه مرکز په جوړېدو سره به د دغه ولايت د مالدارانو په اقتصادي برخه کې مثبت بدلون راشي،
هغه زیاته کړه، دغه مرکز چې په ورځ کې به شپږټنه شيدې له راټولو وروسته توليد کړي په ترڅ کې به د دغه ولايت مال لرونکو ته د کار د ښې زمینې پیدا کولو سربیره د دې ولايت هغه کورنیو ته چې شیدې،مستې،پنیر او یوشمیر نورو ته اړتیا ولري په اسانه ډول ترلاسه کړي او همدا راز له دغه مرکز څخه به نږدې ولایتونو ته هم شیدې ولیږدول شي .
دا په داسې حال کې ده،چې څه موده وړاندې د ترکيې هېواد په مالي لګښت د وردګو ولايت په مرکز ميدان ښارکې یوه سړه خونه جوړه شوې وه،چې دمګړۍ په کې د دغه ولايت درې سوه ټنه مڼې ساتل کیږي.